Language

په غزني د جمنازيم د جوړېدو چارې پيل شوې

غزني ښار (پژواک ۱۰ غويى ۹۲): د غزنې د اسلامي ثقافت په مرکز کې د یو جمنازیم د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او بلخوا د دغه ولايت د المپیک امریت ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده د غويي په ١٠مه پژواک اژانس ته وویل، دغه جمنازیم، چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د ۲۰۱۳ کال په وياړ جوړیږې، چې اته سوه زره ډالره لګښت پرې راځي او د المپیک ریاست له لوري ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د روان لمريز کال د تلې میاشتې تر وروستیو به د ۲۰۱۳ کال په مناسبت نږدې ۹۰ لويې او وړې پروژې پلې شي.

نوموړي زياته کړه: ((په پام کې ده، چې د دغه کال په مناسبت په غزني کې یو لوی سټډیوم هم جوړ شي.))

والي بیا هم له کلیدي وزارتونو وغوښتل، چې تر تلې میاشتې پورې دې خپلې پروژې پلي کړي، څو د ۲۰۱۳ کال تر ټولو لویو مراسمو ته غزني ولایت تیار وي.

د غزني د المپیک امر بادشاه خان هژبر پژواک اژانس ته وویل، دغه جمنازیم، چې د المپیک لوى ریاست له لوري جوړیږي، له دې مخکې يې داسې جمنازیم نه درلود، چې لوبې په کې ترسره کړي او دوی له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

نوموړي زياته کړه: ((په دغه جمنازیم کې به، په یو ځل نږدې ۱۰۰۰ کسان ننداره کوونکي ځاى شي، چې په پاخه او اساسي ډول سره جوړیږي.))

د ده په خبره، دا دويم جمنازیم دى، چې د هېواد په کچه جوړیږې او د دغه جمنازیم په جوړېدو سره به ډېری ځوانان له لوبو سره نوره مینه هم پیدا کړي.

د دې تر څنګ په غزني کې د المپیک امریت ودانۍ هم، چې څه موده وړاندې يې چارې پیل شوې وې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ، چې دوه سوه زره ډالره لګښت پرې راغلی، په کابل کې د بدني روزنې د لوى ریاست له لوري ورکړل شوى و.

د غزني د المپیک امر وویل، چې له دې وړاندې دوی په غزني کې د دغه امریت لپاره ودانۍ نه درلوده او تر اوسه يې په کرايي کورونو کې خپلې چارې پر مخ وړې.

نوموړى وايي: ((دغه ودانۍ چې دری پوړیزه ده، ۱۵ خونې او نور اړين ملحقات لري، زموږ ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي.))

Related Topics