Language

په مزار کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د اکاډمۍ ودانۍ جوړيږي

مزارشريف (پژواک  ١٠ غويى ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو لپاره د ښوونکو د روزنې اکاډمۍ د جوړېدو چارې  پيل شوې.

د پوهنې وزارت مرستيال محمد اصف ننګ په مزارشريف کې  د دې اکاډمۍ کار پرانيست،چې د المان له لوري په ٣٠ ميليونه امريکايي ډالره  جوړيږي.

  ننګ پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې اکاډميک مرکز کې به تر جوړېدو وروسته په ٧٠ څانګو کې زده کړې پيل شي.

نوموړي زياته کړه، چې نن د ادارې، کمپيوټر ساينس او سوداګرۍ په برخه کې د مسلکي زده کړو انسټيټوټ پرانيستل شو، چې په نږدې موده کې به نورې هغه څانګې، چې افغانستان ورته اړتيا لري، هم پرانيستل شي.

ننګ وويل، چې يادې اکاډمۍ ته به له لسم ټولګيو څخه زده کوونکي جذبېږي، چې له همدې ټولګي به په خپلو مسلکي زده کړو پيل کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د مزارشريف ښار په تخت پل سيمه کې د ښوونکو د روزنې اکاډميک کپمليکس ودانۍ لپاره ۵۰۰ جريبه ځمکه بېله شوې ده.

د هغه په وينا، د يادې اکاډمۍ لومړۍ ودانۍ، چې د ۶ميليونه يورو په لګښت جوړېږي، چارې يې نن پيل شوې.

ننګ وويل، چې دغه ودانۍ به له ۴۰ ټولګيو سربېره، تخنيکي خونه، خوړنځی، کتابتون او د هلکانو او نجونو لپاره ليليې ولري.

نوموړي زياته کړه، چې جوړېدونکې ودانۍ به د ۹۰۰ زده کوونکو لپاره د لوست اسانتيا ولري.

د يادې اکاډمۍ زده کوونکي صفت الله پژواک اژانس ته وويل، چې دی د خپلو زده کړو لپاره د ځانګړې ودانۍ په جوړېدو خوښ دى.

نوموړي زياته کړه، چې دم ګړۍ دوی د نفت  او ګاز په انسټيټوټ کې په يو څه ستونزه خپلې زده کړې پر مخ وړي.

د هغه په وينا، زده کوونکي هيله کوي، چې د ودانۍ چارې به په ګړندۍ توګه تر سره شي.

  ننګ وويل، چې په افغانستان کې ۹۶ کاله پخوا د مسلکي زده کړو بنسټ ايښودل شوی و، چې تر دې دمه يې په دغه برخه کې مسلکي او تخنيکي زده کړو لپاره د ښوونکي د روزنې ښوونيزه اداره نه درلوده.

هغه زياته کړه ،د افغانستان دوست هېواد المان په مرسته په افغانستان کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو لپاره د ښوونکي  روزنې دوه اکاډمۍ، يوه په کابل او بله په مزارشريف کې د جوړېدو په درشل کې دي.

دده په خبره، چې په وروستو دوه کلونو کې د پوهنې وزارت   په تخنيکي او مسلکي زده کړو کې ۶۰ څانګې  زياتې کړې  او په پام کې لري، چې دغه څانګې په نږدې کلونو کې ۱۵۰ ته ورسېږي.

د هغه په وينا ، لا هم په افغانستان کې د مسلکي ښوونکو د کمښت له امله د پوهنې چارې يو څه ټکنۍ روانې دي؛ خو ژمنه يې وکړه، چې د پوهنې وزارت د پلان له مخې به راتلونکو درې کلونو کې د مسلکي ښوونکو تشه ډکه شي.

Related Topics