کابل (پژواک١١غويى٩٢):د افغانستان د ژورنالېستانو اتحاديې د هشت صبح ورځپاڼې خبريال علي اکبر رستمي او د عکاسۍ د برخې ازاد خبريال سيدجان سباوون ته د زړورتيا جايزې ورکړې.
د زړورتيا په نوم دغه جايزې د وژل شوي خبريال اجمل نقشبندي په نوم نومول شوې دي.
٢٦ کلن افغان خبريال اجمل نقشبندي په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې وسله والو طالبانو په هلمند کې وواژه .
د افغانستان د ژورنالېستانو اتحاديې نن د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د نقشبندي ياد وکړ او رستمي او سباوون ته يې جايزې ورکړې.
د ژورنالېستانو اتحاديې اجراييوي مشر فهيم دشتي دشتي وويل چې علي اکبر رستمي د څېړنيزو راپورونو د جوړولو له امله د اتحاديې له خوا ددې جايزې وړ وپېژندل شو.
دغه راز ده وويل، چې سيدجان سباوون سره له دې چې په خپلو کارونو کې تل له ګواښ سره مخ شوى او ان ډبول شوى دى، خو خپلو کارونو ته يې په زړورتيا سره دوام ورکړى دى.
رستمي په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ځمکو د غصب او همدراز د کانونو په برخه کې د درغليو او فساد په اړه څېړنيز راپورونه جوړ او خپاره کړي دي.
سيدجان سباوون څو مياشتې وړاندې په کابل کې تر يوه ځانمرګي بريد وروسته ، د بريد په سيمه کې د تصوير اخيستو پرمهال د ملي امنيت د منسوبينو له خوا وهل شوى و.
دشتي وويل ،چې دغه اتحاديه به هرکال دوو خبريالانو ته د نقشبندي په نوم د زړورتيا جايزې ورکړي.
په ياده نننۍ غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو او يو شمېر ليکوالو او خبريالانو ګډون درلود.