هرات ښار (پژواک ١١ غويى ٩٢): د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مدير ووژل شو.
په دغه ولايت کې يوې دولتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د شينډنډ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدير امان الله خان له خپل ساتونکي سره د ولسوالۍ مخې ته د وسله والو له خوا ووژل شو.
سرچينې زياته کړه، چې په دغه بريد کې د هغه يو ساتونکى هم وژل شوى، خو بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
د هرات د والي وياند محى الدين نوري په شينډنډ کې د پوليسو د يوه افسر وژنه تاييدوي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.
د شينډنډ ولسوال نجيب الله هم يواځې پېښه تاييد کړه او نور څه يې په اړه ونه ويل.
د والي وياند دغه راز وويل، چې د شينډنډ ښار ته نږدې د پښتونوال په کلي کې څلور وسله وال طالبان د دولتي ځواکونو په يوه بريد کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د غويي له اتمې نېټې څخه وسله والو طالبانو د نويو پسرلنيو عملياتو د پيل خبر ورکړى دى، که څه هم د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه دا تبليغات بولي، خو نن له فارياب څخه د ٢٨ سيمه ييزو پوليسو د تښتول کېدو خبر ورکړى و. دغه راز په تېرو درېيو ورځو کې د غزني د امنيه قوماندانۍ مرستيال، د هلمند د سولې شورا رييس، په فارياب او ځينو نورو ولايتونو کې ګڼ شمېر دولتي او بهرني سرتېري هم وژل شوي دي.