اسعداباد (پژواک، ١١ غويى ٩٢): د نورستان والي وايي، چې په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې يو عرب وګړى وژل شوى دى.
د نورستان والي تميم نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن ماسپښين په شاوخوا يوه بجه د وانټ وايګل په امشوز سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، دا کس ابوعثمان نومېده چې په ياده سيمه کې په سليمان مشهور و، خو اصلا د يمن هېواد اوسېدونکى دى.
د هغه په وينا، نوموړى له پنځو کلونو راپدېخوا په ياده سيمه کې اوسېده، چې د همدې سيمې له يوې افغانې مېرمنې سره يې واده هم کړى و.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د سليمان په نوم يو عادي کس وژل شوى، نه کوم عرب وګړى.
وانټ وايګل د نورستان يوه ناامنه ولسوالۍ ده، چې له تېر يونيم کال راهيسې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې ده.