Language

د هلمند د سولې شورا مشر له دوو ساتونکو سره ووژل شو

لښکرګاه ( پژواک ١١ غويى ٩٢) : د هلمند ولايت د سولې شورا د دفتر مشر معلم شاولي له دوو ساتونکو سره د ګرشک د يخچال په سيمه کې ووژل شو.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي،چې د سولې شورا رييس د ولايت له مرستيال مسعود بختور سره ګرشک ولسوالۍ ته په يوه غونډه کې د ګډون لپاره روان و،چې تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو يې پر کاروان بريد وشو.

نوموړي د غويي په ١١مه پژواک اژانس ته وويل، تر بريد سمدستي وروسته د ماين چاودنه هم وشوه،چې له امله يې د سولې شورا د دفتر مشر او دوه ساتونکي يې ووژل شول.

د ده په خبره ، په پېښه کې د سولې شورا د مشر څلور ساتونکي هم ټپيان دي.

وسله والو تر دې مهاله د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics