Language

پر تورخم له اسنادو پرته يواځې شينوارو او مومندو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې

جلال اباد (پژواک ١١ غويى ٩٢): په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مسوولين وايي، چې پاکستان يواځې شينوارو او مومندو ته له اسنادو پرته د تورخم پر دروازه د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.

په ننګرهار ولايت کې د چارو يو شمېر شنونکي د پاکستان دغه اقدام په کلکه غندي او وايي چې پاکستان په دغه کار سره غواړي، چې په افغانانو کې نفاق رامنځته کړي.

پاکستاني سرحدي ځواکونو پرون په ناڅاپي توګه د تورخم دروازه وتړله، چې له امله يې څلور ناروغان مړه شول، خو نن (د غويي ١١مه) سهار مهال يې بېرته دغه دروازه يواځې د قانوني اسناد لرونکو پر مخ پرانيسته.

په تورخم کې د سرحدي ځواکونو کميسار سمونمل هدايت اوريا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني پوله ساتونکو ځواکونو د تورخم دروازه د مومندو او شينوارو قومونو لپاره په بشپړه توګه خلاصه کړې او نور قومونه چې له دې دروازې تېريږي بايد قانوني اسناد ولري.

هغه زياتوي، چې د پاکستان د دغه اقدام له امله خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا شوې او سخت ناروغان اوس هم د دروازې د بشپړې خلاصېدو په تمه دي.

په ننګرهار ولايت کې د چارو شنونکى استاد عبدلرشيد ملکزى وايي، چې پاکستاني پوله ساتونکو ځکه د مومندو او شينوارو پر مخ دغه دروازه په بشپړه توګه خلاصه کړې، چې غواړي له دې لارې په افغانستان کې د مېشتو قومونو تر منځ بې اتفاقي واچوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې افغان دولت بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي، ځکه که چېرې دا ډول توپيري چلند وشي، ښايي يوه لويه ستونزه راولاړه شي.

د استاد ملکزي په خبره، په دغه اقدام کې د پاکستان يو ډېر لوى مقصد پروت دى، چې غواړي له دې لارې په افغانستان کې يو ډول ګډوډي رامنځته کړي.

د سياسي چارو بل شنونکى محمد انور سلطاني وايي، که چېرې پاکستان غواړي د افغانانو ترمنځ توپيري چلند ته زمينه برابره کړي، بايد افغان دولت يې مخه ونيسي.

دى وايي، د سرحدونو د نړيوالو قوانينو له مخې، د پاکستان هېواد دغه اقدام، چې له مخې يې يواځې مومند او شينواري قومونه کولى شي پر تورخم دروازې تېر شي، بېخي خلاف دى او بايد مخه يې ونيول شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى هم دغه اقدام غندي او وايي، چې دا په افغاني قومونو کې د نفاق اچولو په معنا دى.

نوموړى پر دولت غږ کوي، چې د دا ډول موضوعاتو د حل په موخه دې جدي اقدامات وکړي.

زمرى وايي: ((پاکستان تل هڅه کړې چې د خپلو ګټو لپاره دا ډول موقفونه خپل کړي.))

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې د ننګرهار د والي له خوا د پاکستان د قونسل په ګډون، د ملي امنيت د مرستيال، د سرحدي ځواکونو رييس ارکان او د رييس خارجه په ګډون يو ګډ پلاوى تورخم ته استول شوى، تر څو ياده موضوع ښه وڅېړل شي.

هغه زياته کړه: ((د هغوى خبرو يو څه نتيجه ورکړې او لاره خلاصه شوې ده.))

خو عبدالزى زياتوي، چې د مومندو او شينوارو د قومونو د تګ راتګ په اړه تر اوسه دوى ته څه نه دي ويل شوي.

Related Topics