Language

په اندړو کې خلک د طالبانو د ماينونو له وېرې خپلو کروندو ته نه شي تللى

غزني ښار (پژواک ۱۱ غويى ۹۲): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دوى په سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري خښ شوو ماینونو له سختو ستونزو سره مخ کړي او نه شي کولای، په ازاده توګه خپلو کروندو ته لاړ شي او په لارو تګ راتګ وکړي.

د اندړو ولسوالۍ د زاړه ښار سیمې یوه اوسېدونکي محمداکرم پژواک اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې یوه طالب قوماندان تر ٢٠٠ ډېر ماینونه خښ کړل، خو وروسته دى خپله ووژل شو.

د هغه په وينا، د ياد قوماندان له وژل کېدو وروسته دغه ماینونه بل چا ته نه دي معلوم او اوس خلک د ګرځېدو راګرځېدو پر مهال له سختې وېرې سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه، څو ځلې په دې ولسوالۍ کې د ملکې کسانو پر موټرو ماینونه وچاودېدل او ډېره مرګ ژوبله په کې رامنځته شوې ده.

د دې ولسوالۍ د پايې سیمې اوسېدونکى غیاث الدین هم وايي، چې په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري زيات شمېر ماینونه خښ شوي دي.

د ده په خبره، دغه ماینونه په داسې ځایونو کې خښ شوي، چې هلته امنیتي ځواکونه ډېر کم تګ راتګ لري.

نوموړي زياته کړه: ((څه موده مخکې طالبانو موږ ته وویل، چې ښار ته موټر مه باسئ، موږ په لارو کې ماینونه خښ کړي دي، چې ډېر وخت عام خلک ښار ته هم په ښه زړه نه شول تللی.))

د غیاث الدين په وينا، په دې اړه څو ځلې د سیمې یو شمېر قومي مشران او سپین ږیري له وسله والو طالبانو سره خبرې هم وکړې، څو ټول هغه ماینونه راوباسي، چې اوس مهال په عامو لارو او یا هم د کليو په کوڅو کې يې خښ کړي دي.

قومي مشر او د اندړو ولسوالۍ د شاخوږو سیمې اوسېدونکي حاجي رازمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې د اندړو ولسوالۍ په یو شمېر لویو لارو کې د وسله والو طالبانو يو سیمه يیز قوماندان، چې اوس د افغان ځواکونو په عملیاتو کې له خپلو ملګرو سره وژل شوی، یو شمېر ماینونه خښ کړي وو.

نوموړي زياته کړه: ((دغه ماینونه زیات شمېر په داسې سیمو کې خښ شوي دي، چې هلته عام خلک استوګن دي او هره ورځ په همدغو لارو تګ راتګ کوي.))

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې باید د ماین پاکۍ ګروپونه دې ولسوالۍ ته ور واستوي، څو خلک وکولای شي په ارامه توګه خپل ژوند وکړي.

د اندړو ولسوال قاسم ديسيوال وايي، په دې ولسوالۍ کې تېره مياشت د ملي اردو عمليات ترسره شول، چې پر مهال يې يوه طالب قوماندان شاوخوا ٢٠٠ ماينونه په بېلابېلو ځايونو کې خښ کړل، خو دغه قوماندان وروسته له خپلو ملګرو سره په دغو عملياتو کې ووژل شو.

د هغه په وينا، له هغه وروسته بارانونه هم ډېر وشول او نورو طالبانو ته هم دغه ماينونه نه دي معلوم او له امله يې خلک سخت په وېره کې دي، نه خپلو کروندو ته تلاى شي او نه هم په لارو کوڅو کې ازاد تګ راتګ کولاى شي.

نوموړي زياته کړه: ((همدې ته ورته يوه بله ستونزه هم شته، چې خلک ورسره مخ دي او هغه دا چې طالبان ډېر وخت له دوکاندارانو څخه په قرض توکي اخلي او بله ورځ ووژل شي، نو د دوکاندار قرض په اوبو لاهو شي.))

د وسله والو طالبانو یوه سیمه يیزقوماندان، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته ومنله، چې د دوی ملګرو په دې ولسوالۍ کې ماینونه خښ کړي دي.

خونوموړي وویل: ((دا ماینونه ریموټي دي او د سیمې په منځ کې هم نه دي خښ شوي، داسې ځایونو کې دي، چې هلته کله ناکله د امنیتي ځواکونو موټرهم تېریږي.))

د ده په خبره، خو اوس دا ماینونه دوی ته هم نه دي معلوم، چې د اندړو ولسوالۍ په کومو لارو کې خښ شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد دا ادعا ردوي او وايي، چې کله چې دوى چېرې ماینونه خښ کړي، که خپل هدف ته ونه رسېږي، نو بېرته يې راباسي او هر وخت څارل کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دوی دومره پرېمانه ماینونه هم نه لري، چې یو ځل يې خښ کړي، که کار ورنه کړي، هلته يې پرېږدي، ماینونه د یو کس له لوري نه خښېږي، بلکې د څو کسانو او نقشې له مخې يې خښوي.

Related Topics