Language

په بلخ ولسوالۍ کې د ښځو لپاره ښوونيز مشورتي مرکز پرانستل شو

مزارشريف ( پژواک ١١ غويى ٩٢ ) : د  بلخ په بلخ ولسوالۍ  کې د ښځو د هراړخيزې روزنې او په ټولنيزو چارو کې ورسره د مرستې په موخه ښوونيز او مشورتي مرکز پرانيستل شو.

د بلخ ولسوال تيمور شاه پائيز د غويي په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرکز د المان هېواد په مالي مرسته د ښځو د ظرفيت لوړولو په موخه پرانيستل شو.

نوموړي زياته کړه، چې ياد مرکز په يو پوړيزه ودانۍ کې، چې پنځه خونې لري، نن کار پيل کړ.

د هغه په وينا ، په ياد مرکز کې به د بلخ ولسوالۍ مېرمنو لپاره په ټولينزو چارو کې د مشورې اخيستو د اسانتيا تر څنګ د حرفوي او ښوونيزو زده کړو اسانتيا هم برابره ده.

د بلخ ولايت د ښځو چارې رييسې مېرمن رابعه مرادي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د ښځو شته ستونزو ته په کتو سره د ورته مرکز جوړېدل حتمي و.

نوموړې زياته کړه، چې په ياد مرکز کې به ښوونيزه برخه کې د کمپيوټر، انګليسي ژبې، سياينسي مضامين او د قران کريم د زده کړو او په حرفوي برخو کې د لاسي صنايعو او خياطي کورسونو اسانتيا په وړيا توګه برابره ده.

د هغې په وينا، د ولسواليو په کچه د مېرمنو لپاره په حقوقي مسايلو کې د مدافع وکيل پيدا کېدل خورا ستونزمن دي، چې په دغه مرکز کې ورته په ټولنيزو او حقوقو برخو کې د مشورې اسانتيا برابره شوې ده.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن ماګل پژواک اژانس ته وويل، چې تابيا لري، چې په ياد مرکز  کې د خياطۍ د زده کړو لپاره برخه واخلي.

نوموړې زياته کړه، چې په دغه ولسوالۍ کې له دې مخکې د ښځو د هراړخيزو چارو د ستونزو د حل کوم اداره نه وه، چې هيله لري، له دې وروسته يې دغه مرکز تشه ډکه کړي.

پژواک اژانس ته د افغان- المان د همکارۍ د پروګرام لخوا په رسېدلې خبرپاڼه کې د ياد مرکز د جوړېدو په اړه ويل شوي، چې مرکز د المان هېواد اقتصادي همکاريو او پراختيا وزرات لخوا ملاتړ کېږي، چې د بلخ ولسوالۍ د مېرمنو لپاره پکې د زده کړو او مشورې ورکولو اسانتيا برابرې شوې دي.

د بلخ د ښځو چارو ريسې مرادي وويل، چې له دې مخکې يې د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د مېرمنو لپاره ورته يو مرکز جوړ کړی او په نږدې ورځو کې به په دولت اباد ولسوالۍ کې يو مرکز د المان هېواد په مالي ملاتړ پرانيزي.

Related Topics