Language

په زنخان ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول

غزني ښار(پژواک ۱۱ غويى ۹۲) په غزنې کې امنيتي مسوولين وايي په زنخان ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتوپه ترڅ کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغزني امنيه قوماندان زړور زاهدد غويي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر د زنخان ولسوالۍ دګوډلوپه سيمه کې هغه وسله وال طالبان چې دوه ورځې مخکې يې دغزني امنيه قوماندانۍ دامنيت امرسمونوال محمدحسين وژلی و، په  مخامخ نښته کې وژلي دي.

هغه زياتوي چې دغه عمليات يې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي  دي چې په سيمه کې يې ديادو طالبانو د شتون په اړه ترلاسه کړي دي.

د نوموړی په خبره چې په دې عملياتوکې ملې پوليس، ملې اردواو د ملي امنيت ځواکونو برخه اخيستې وه.

 زړور زاهدوايې چې ددريو تنوجسدونه له وسلواو چاودېدونکو توکو سره په سيمه کې پاتې وو او په سيمه کې اوس هم چاڼيز عمليات روان دي.

د يادونې و ړده چې دغزني دامنيه قوماندانۍ   دامنيت امر محمد حسين څو ورځې مخکې زنخان ولسوالۍ ته په لاره د ريموټ کنټرول ماين په چاودنه کې وژل شوى و.

د غزني امنيه قوماندان وايې چې وژل شوی کسان نه يواځې دامنيت امرپه وژلوکې لاس لرل بلکې له دې وړاندې يې هم په ورانکاروکړنوکې لاس درلود.

وسله والوطالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.