Language

په غزني کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ۱۱ غويى ۹۲): چارواکي وايي، د غزني په اب بند ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سیمه يیزو پولیسو پر یوې پوستې د برید په ترڅ کې درې سيمه ييز پوليس وژلي دي.

د غزني د والي مرستیال محمدعلې احمدي د غويي په ١١مه پژواک اژانس ته وویل، چې تېره شپه ناوخته د اب بند ولسوالۍ د بازګي په سیمه کې وسله والو طالبانو د سیمه يیزو پولیسو پر پوسته برید کړى او درې تنه يې وژلي دي.

د هغه په وينا، په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې کره معلومات نه درلودل.

خو د سیمه يیزو پولیسو یوه چارواکي د نوم په نه ښودلو پژواک اژانس ته وویل، چې په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي، یو سیمه يیز پولیس ټپي دى او یو بل وسله والو طالبانو له ځان سره بيولى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې پېښه کې پنځه سيمه ييز پوليس او يو طالب وژل شوى او ملګرو يې د پوليسو وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

Related Topics