Language

“څارنوالي او محاکم د پوښتنو ګروېږنو لپاره د خبريالانو د ورغوښتو حق نه لري”

کابل (پژواک١١غويى٩٢): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، څارنوالي او محاکم حق نه لري چې نېغ په نېغه خبريالان د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغواړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال دين محمد مبارز راشدي، چې د غويي په يوولسمه يې د وژل شوي افغان خبريال اجمل نقشبندي د تلين په مناسبت جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې، وويل چې خبريالان په لومړي سر کې د خپل کار له امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ځواب ويونکي دي.

دى وايي، د اړتيا په صورت کې دغه وزارت د رسنيزو سرغړونو دوسيې څارنوالۍ او محاکمو ته لېږي.

ده همداراز وويل: څارنوالي او محاکم تر هغه پورې، چې د رسنيزو سرغړونو دوسيې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورته ونه لېږل شي، بايد په خپلسر خبريالان احضار نه کړي.

راشدي له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل، چې د وژل شويو خبريالانو دوسيې په جدي توګه وڅېړي او په دې برخه کې هېڅ غفلت ونه کړي او په پوره روڼوالي يې خبريالانو ته ووايي.

ده د بيان ازادى د ټولو ازاديو بنسټ وباله او ويې ويل، چې په تېرو يوولسو کلونو کې افغانستان د بيان د ازادۍ په برخه کې ستر ګامونه پورته کړي دي.

هغه زياته کړه، د افغانستان په څېر په داسې يوه هېواد کې چې پر قانون عمل نه کېږي، خو سره له ډېرو ستونزو “د رسنيو پر قانون عمل هم بد نه وو.”

خو ده وويل، چې له ټولو ستونزو سره سره افغان خبريالانو د بيان د ازادۍ په ډګر کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

راشدي زياته کړه: ((موږ هيله من يو چې د رسنيزو کارونو او د بيان د ازادۍ په ملاتړ کې هېڅکله حتى يو لوېشت هم په شاتګ ونه شي؛ نه د افغانستان د دولت له خوا او نه هم د خبرنګارۍ د بنسټونو او هغو څېرو له خوا چې د افغانستان د رسنيو څېره، پياوړې ساتي.))

هغه وايي، د بيان ازادي خپل مخالفين لري او په خبره يې دا هغه کسان دي، چې ژوند يې پر قانون نه څرخېږي او د قانون تر چتر لاندې د ناارامۍ احساس کوي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان د دولت سياست د بيان له ازادۍ څخه ملاتړ دى او د دولت له لوړپوړو چارواکو نيولې تر زورواکو پورې، چې د رسنيو پر وړاندې خنډ رامنځته کوي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د زغم وړ نه دى.

ده وويل، د ټاکنو په رارسېدو او همداراز د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، افغان لوري ته د مسووليتونو سپارل د رسنيو مسووليتونو ډېروي او د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه هم ورسره ډېرېداى شي.

خو ده هيله څرګنده کړه، چې رسنۍ په ډېر مسوولانه ډول خپلې دندې ترسره کړي.

ده په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې د امنيتي چارواکو له خوا پر ناسم چلند خواشيني وښوده.

٢٦ کلن افغان خبريال اجمل نقشبندي د ٢٠٠٨زېږديز کال په مارچ کې په هلمند ولايت کې د طالبانو له خوا ووژل شو.

په نننۍ غونډه کې چې د افغانستان د ژورنالستانو اتحاديې له لوري د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې او د افغان خبريال اجمل نقشبندي د وژل کېدو د تلين په مناسبت جوړه شوې وه، يو شمېر ليکوالو او خبريالانو هم ګډون کړى وو.

نقشبندي په هلمند كې له خپل ايټالوي همكار سره يو ځاى نيول شوى و، چې وروسته بيا د ده ايټالوي ملګرې د يوې معاملې پر بنسټ خوشې، خو د ده سر پرې كړاى شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.