مزارشريف (پژواک ١١ غويى ٩٢): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ((ولې د ښځو حقوق!؟)) تر سرليک لاندې علمي او څېړنيز کنفرانس جوړ شو.
دغه کنفرانس د غويي په ١١مه د بلخ ولايت په مقام کې د افغانستان د علمي او څېړنيز مرکز له خوا جوړ شوی و، چې په کې د ځانګړي مېلمه په توګه د مصر د الازهر پوهنتون د استاد سربېره د دغه ولايت ديني عالمانو، د جوماتونو امامانو او د يو شمېر ولايتي چارواکو تر څنګ ښځو هم برخه اخيستې وه.
د افغانستان د علمي او څېړنيز مرکز مشر عطاالرحمن حليم د کنفرانس په پيل کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د ښځو د حق او د ښځو له ازادۍ څخه کله حق ته د رسېدو او کله هم د يوې وسيلې په توګه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې ګټه اخيستل کېږي.
همداراز کله کله د ښځو ازادي ځينو شومو موخو ته د رسېدو او يا رسولو په موخه د يوې پلمې په توګه کارول کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((د همدې لپاره په کار ده، چې که چېرې موږ د ښځو د حقوقو مسئله راپورته کوو، نو لومړى بايد د مسلمان په توګه د اسلام بنسټونو ته مخه کړو.))
د هغه په وينا، د اسلام د بنسټونو له مخې بايد د ښځو د حقوقو درناوی وشي، حيثيت يې خراب نه شي، د ښځو د خير غوښتنه وشي او د ښو کارونو توصيه ورته وشي.
حليم وويل: ((د افغانستان په څېر اسلامي ټولنو کې، دې ته اړتيا نشته، چې د ښځو د حقوقو په اړه خبره وشي؛ خو هغه خلک چې اوس هم له اسلام څخه لرې پاتې دي، د هغو ټولنو ښځې حق لري، چې د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي، په اسلام کې د ښځو د حقوقو په اړه هېڅ مشکل نشته.))
نوموړي زياته کړه، ښځو ته چې اسلام کوم حقوق ورکړي دي، څو څو ځلې له هغو حقوقو څخه غوره دي، چې په غربي ملکونو کې ښځو ته ورکړل شوي دي.
د ياد سيمنار ځانګړي مېلمه د الازهر پوهنتون استاد غلام محمدقمر الحذري د سيمنار په ترڅ کې پژواک اژانس ته وويل، چې له اسلام څخه مخکې د ښځو حيثيت د انسان له مقام څخه خورا ټيټ و.
نوموړي زياته کړه، چې اسلام ښځې ته د انسان درجه ورکړه، د نر پر وړاندې يې د هغې حقوق د تل لپاره ثابت کړل او د نارينه وو په څېر يې د ژوند کولو حق ورکړ.
د هغه په وينا، اسلام عملاً وښوده، چې ښځه هم د نرانو په څېر د ژوند په هر ډګر کې د کار کولو حق او وس لري.
د بلخ ولايت اوسېدونکي او ديني عالم سيد مصطفی پژواک اژانس ته وويل، چې د ښځو د حقوقو په اړه افغانانو ته يوازې د اسلام پر اساساتو د پوهېدو او عملي کېدو اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه: ((هر هغه افغان، چې په پوره توګه د اسلام پر اساساتو ژوند کوي؛ نو د کور مېرمنې به يې په پوره توګه خپل حقوق ترلاسه کړي وي.))
د ياد کنفرانس ګډونوالې او د مزارشريف ښار اوسېدونکې مېرمن سايرې بانو پژواک ته وويل، چې په افغانستان کې لا هم ښځو ته هغه حقوقو نه دي ورکړل شوي، کوم چې د اسلام دين ورکړي دي.
نوموړې زياته کړه، لا هم د دغه هېواد په ډېرو سيمو کې له ښځو سره هغه ډول چلند کېږي، لکه له اسلامه مخکې چې د جهالت په دور کې ورسره کېده.
د هغې په وينا، د ورته څېړنيزو کنفرانسونو له لارې به د ښځو د حقوقو پر وړاندې په عامه پوهاوي کې مثبت بدلون راشي.
د افغانستان د علمي او څېړنيز مرکز مشر حليم وويل، چې په دغه کنفرانس کې د ښځو د حقوقو پر وړاندې شوې څېړنه به د ديني عالمان او په ځانګړي توګه د جوماتونو د امامانو له لارې تر عامو خلکو رسول کېږي.