مزارشريف (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د بلخ د مرکز او درېيو ولسواليو له ١٢٨٠ سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د بلخ ولايت د شولګر ولسوال سراج الدين عابد د دې مرستې له کولو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې هرې کورنۍ ته ورکړل شوي خوراکي توکي د درېيو مياشتو لپاره بسنه کوي.
عابد پژواک اژانس ته وويل،د هرې کورنۍ لپاره په يادو مرستو کې ١٥٠ کيلو غنم،١١ کيلو غوړي، ١٨کيلو دال، ٧ کيلو بيسکويټ او يوه اندازه مالګه شامله ده.
هغه زياته کړه، يواځې د خوراکي توکو مرسته ستونزه نه شې حل کولى، بلکې نورو او اساسي مرستو ته اړتيا ده، چې په راتلونکي کې له دې ډول ستر طبيعي ناورين مخه ونيول شي.
نوموړى وايي، په شولګر کې ١٣ کورونه نړېدلي او تر ٤٠٠٠ جريبه زياته کرنيزه ځمکه اوبو لاندې کړې ده او حاصلات يې ټول له منځه تللي دي.
ولسوال په سېلاب ځپلو سيمو کې د استنادي دېوالونو د جوړېدو غوښتنه وکړه، تر څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخه ونيول شي.
د شولګر د قبچاق اوسېدونکى حاجي قربان، چې کور يې سېلاب نړولى وايي، له دوى سره دې نورې مرستې هم وشي.
هغه زياتوي، چې د دوى د کلي دېرش کورونه سېلاب نړولي او اوس له خپل کلي لري په نورو سيمو کې د ګاونډيټوب ژوند کوي.
په بلخ کې د خوراک نړيوال سازمان مشر وحيد اماني وايي، چې په شولګر کې يې ٨٠٠ کورنيو او په مرکز او دوو نورو ولسواليو چارکن او کشندې کې يې ٤٨٠ کورنيو ته دغه مرستې ووېشلې.
نږدې لس ورځې مخکې د بلخ په مرکز، چارکن، شولګر او کشندې ولسواليو کې د درنو بارانو له امله راوتلي سېلاب شل تنه مړه کړل، شاوخوا ٢٠٠٠ کورونه يې ونړول او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه يې يووړه.