اسعداباد (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د کونړ پر دانګام ولسوالۍ پرون مازديګر او نن سهار د پاکستاني پوځيانو له لوري ٢٢ توغندي ويشتل شوي او دوه مېرمنې يې ټپيانې کړې دي.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي وايي، چې پرون مازديګر اته او نن سهار څوارلس توغندې د دانګام ولسوالۍ د ګوړيګا او کچکي پر سيمو ولګېدل.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د راکټونو د لګېدو له امله دوه مېرمنې ټپيانې شوې، خو نوموړي يې روغتيايي حالت سم وښود.
واصفي زياتوي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ هم پر همدې ولسوالۍ ٣٨ توغندي ويشتل شوي وو، چې مالي زيان يې اړولى و.
د ده په وينا، دغه توغندي په داسې مهال ويشتل کېږي، چې د کار موسم دى او خلک په خپلو کروندو کې په کار لګيا دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم د کونړ او ننګرهار پر ځينو سيمو د پاکستان له لوري توغندي ويشتل شوي وو، چې مالي او ځان زيانونه يې اړولي وو.