Language

هلمند کې يو قومي مشر او پر هغه بريد کوونکى ووژل شول

لښکرګا (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو قومي مشر او پر هغه بريد کوونکى ووژل شول.

د والي وياند عمر ځواک وايي، پېښه تېر ماښام د لښکرګاه په سيټي سيمه کې رامنځ ته شوه او قومي مشر حاجي احمدشاه خان په کې ووژل شو.

ځواک پژواک اژانس ته وويل، حاجي احمدشاه خان د ګرشک ولسوالۍ د مارګير سيمې اوسېدونکى و خو اوس په لښکرګاه ښار کې اوسېده.

د ده په وينا، دغه قومي مشر ماښام له جوماته د راوتو پر مهال تر بريد لاندې راغى، لومړى ټپي شو، نوموړي په ټپي حالت کې پر بريد کوونکي د توپانچې ډزې وکړې او ځاى پر ځاى يې وواژه.

ځواک وايې، د بريد کوونکي جسد له پوليسو سره دى او تر دې مهاله نه ده معلومه چې څوک دى او ولې يې پر دغه قومي مشر بريد وکړ.

د والي د وياند په خبره، حاجي احمدشاه خان له دولت سره د همکارۍ تر څنګ شخصي دښمني هم لرله.

ځواک زياتوي، حاجي احمدشاه د شپې ناوخته د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

د حاجي احمد شاه د وژل کېدو په اړه وسله والو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هلمند د سولې شورا مشر معلم شاولي او دوه ساتونکي په وسله وال بريد کې وژل شوي وو.

Related Topics