جلال اباد (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د نورستان امنيه قوماندان وايي، چې د دغه ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان او د هغه ساتونکى وژل شوي دي.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم عمريار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ايساف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې دغه بريد نن له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د يادې ولسوالۍ په امشوز سيمه کې شوى دى.
د هغه په وينا، وژل شوى طالب قوماندان ملا تراب نومېده او په سنجر يې شهرت درلود.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
عمريار وايي، چې پرون غرمه هم بې پيلوټه الوتکې په امشوز سيمه کې د ايساف ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د سليمان په نوم يو عرب چې په ابوعثمان مشهور و، وژل شوى دى.
دى وايي، چې د ابو عثمان کورنۍ هم په دغه ولايت کې مېشته ده.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې سليمان عرب نه بلکې يو افغان و او ملکي وګړى و.