Language

افغان ژورناليست يعقوب شرافت ومړ

پېښور – جلال اباد(پژواک، ١٣ غويى ٩٢): افغان ژورناليست، د سياسي چارو څيړونکي او د افغان اسلامي اژانس مسوول محمد يعقوب “شرافت” له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

شرافت د مولوي محمد اسحق “محق” زوى او د اسلامي حزب د پخواني مشر مرحوم مولوي محمد يونس “خالص” وراره  و ، چې تېره شپه يې په پېښور کې ساه ورکړه.

 د شرافت  ورور حاجي ادريس  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ژورنالېست پنځوس کلن و ، چې د زړه او شکر ناروغيو له امله يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .

نوموړي زياته کړه، ټاکل شوې ده، چې د يعقوب شرافت جنازه به نن مازيګر دجلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د نجم الجهاد د مولوي  “خالص” په فاميلو کي ادا شي.

 د ختيځو سيمو د ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر لعل پاچا ازمون د شرافت مړينه د افغان رسنيو کورنيو لپاره يوه ضايعه وبلله او ويې ويل، چې شرافت خپل زيات عمر د مطبوعاتو په برخه کې تېر کړى و.

هغه پژواک ته وويل، چې دغه ژورنالېست ، يو ښه سياسي شنونکى او په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس د مشر ترڅنګ، له ځينو نورو رسنيو سره هم دنده ترسره کړى و.

شرافت د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې له هغوى سره اړېکې درلودې.

وسله والو طالبانو، شرافت د نومیالي ژورنالېست او جهادي څيرې په توګه ياد کړى او دده د مړينې له امله يې خواشيني ښودلې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې شرافت په تېرودرېيولسیزوکې د ژورنالیزم په ډګرکې ډیرخدمتونه ترسره کړل او دافغان اسلامي اژانس له لارې یې د خلکو اواز د نړیوالو ترغوږونوپه رېښتوني توګه ورساوه .