جلال اباد(پژواک،١٣غويى٩٢) : د افغانستان د مدني ټولنو دهمغږۍ مرکز وايي ،چې د پاکستان استخباراتو د افغان اولس پر وړاندې جګړه توده ساتلې ده.
ياد شوي مرکز نن د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د يوې خبري غوڼډې په ترڅ کې وويل ،چې پاکستاني استخباراتو د افغان اولس په مقابل کې يوه توده جګړه روانه کړې، چې افغان اولس ته يې ستونزې پيدا کړې دي .
د دې مرکز مطبوعاتي مسوول حيات الله وايي پاکستان تل هڅه کړې ، چې سرحدي سيمو کې افغانانو ته ستونزې پيدا کړي،خو افغان دولت له ديپلوماتيکو لارو نه دى توانيدلى،چې دغه ستونزې هوارې کړي .
هغه زياته کړه : ((پاکستان تل د افغانستان چوپتيا کمزوري ګڼلې او هېڅکله يې د يو ښه ګاونډي په توګه زموږ ملي حاکميت ته درناوى نه دى کړى.))
دده په وينا، پاکستان ، چې په نړېوالو کنفرانسونو کې کومې ژمنې له افغانستان سره کړي، يوه يې هم نه ده تر سره کړې .د پاکستان د ښکاره بريدونو او لاسوهنو پروړاندې افغانستان حق لري ، چې له ځانه دفاع وکړي .
حيات الله وايي، چې د افغانستان د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز له نړېوالې ټولنې غواړي، چې د پاکستان دغه ښکاره تيرى په کلکه وغندي او نور د پاکستان د دا ډول کړنو مخه ونيسي، ګنې په سيمه کې به يوه لويه جګړه رامنځته شي.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز اعلان وکړ،چې له هيواد څخه د دفاع په برخه کې د خپل دولت او اولس څخه په هره ممکنه لاره ملاتړ کوي او د دولت تر شا به ولاړ وي.
وړمه شپه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته جګړه شوې، چې په پايله کې يې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوه.
پرون يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته ويلي و ، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغان سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وشو او له هغه وروسته جګړه پيل شوه، په ترڅ کې يې څلور افغان سرتېري ټپيان شوي او يو وژل شوى دى. دغه راز لسو پاکستاني سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده