Language

په خاص کونړ کې درې وسله وال طالبان ووژل شول

اسعد اباد(پژواک، ١٣ غويى ٩٢): امنيتي چارواکو د کونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د درېيو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په کونړ کې د دویمې پلې لوا د عامه اړیکو مسوول جګړن هارون یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه وسله وال تېره ورځ  د ملي اردو دتوپچي د انداخت له امله  دخاص کونړ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په یخه چینه سیمه کې وژل شوي دي.

دده په خبره، دغه طالبان له هغې خوانه کونړ ته د ورانکارو کړنو  په موخه راتلل، چې د ملي پوځ د توپچې تر برید لاندې راغلل.

یوسفزی زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې ولسي خلک نشته.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند يې ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د کونړ په مروره او ماڼوګي ولسواليو کې يې پر څو دولتي پوستو بريد کړى، چې له امله يې څلور سرتيري وژل شوي او دوه رېنجر موټر هم ويجاړ شوي،خو امنيتي ځواکونه دغه ادعا ردوي.

د ويلو ده، چې تېره ورځ او وړمه ورځ د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو له لوري ٢٢ توغندي هم ويشتل شوي ، چې دوه مېرمنې يې ټپيانې کړې دي.