جلال اباد- اسعد اباد،چاريکار(پژواک،١٣غويى٩٢):په لغمان او کاپيسا کې د پاکستان پر ضد دلاريونونو ترڅنګ، دکونړ والي امنیتي ځواکونو ته امر کړی،چې د تیري کونکو پر وړاندې دې غاښ ماتونکی ځواب ووایي .
نن د جمعې تر لمانځه وروسته د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې سلګونو تنو د پاکستان پر خلاف لاريون وکړ او د شعارونو په ورکول سره يې وويل ، چې پاکستاني ځواکونه تل د ډيورنډ پر دې غاړې تېرى کوي او د افغان دولت له چوپتيا څخه استفاده کوي.
يو تن لاريون کوونکي اسلم جان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګوشتې ولسوالۍ پر سرحدي سيمه کې پاکستان وړاندې راغلى او د ګونڅړۍ په سيمه کې يې تاسيسات هم جوړ کړي و ، چې د افغان ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.
نوموړى وايي: (( دا د نړيوالو قوانينو خلاف کار دى او پاکستان زموږ له ګاونډيتوب څخه بده استفاده کوي.))
د اسلم جان په خبره ، نور يې د صبر کاسه د پاکستان پر وړاندې ډکه شوې او لرې نه ده ،چې اولسونه په وسله وال فعاليت لاس پورې کړي او په سرحد کې د پاکستاني ځواکونو ټول تاسيسات له منځه يوسي.
دى وايي: ((پاکستان خبره دې ته جوړوي ،چې ټول اولس يې په مقابل کې ودريږي او پر وړاندې يې د جنګ اعلان وشي.))
يو بل لاريون کوونکي بلال وويل، چې تېره شپه پاکستاني پوله ساتونکو ځواکونو پر افغاني پوستو بريد کړى، چې په مقابل کې يې افغان ځواکونو دفاع کړې ده.
دى وايي: ((لکه څنګه چې قاسم د خپل سر په بدله خپله خاوره وساتله، موږ يې هم ساتو.))
محمد قاسم مجاهد د سرحدي پوليسو سرتيرى و،چې وړمه شپه په ګوشتې ولسوالۍ کې له پاکستاني سرتېرو سره په جګړه کې ووژل شو.
بل لاريون کونکي سباوون وويل، چې د پاکستان په مقابل کې نور د دوى احساسات نه پټيږي او لرې نه ده، چې ورپسې راجګ شي او تر منځ يې جګړه رامنځته شي.
دى وايي: ((توغندي راباندې راغورځوي، طالبان راليږي،جنګ جوړوي، نو اخر څومره به موږ زغم کوو.))
نن د جمعې تر لمانځه وروسته د کاپيسا ولايت په الساى ولسوالۍ کې هم په سلګونو تنو ورته لاريون وکړ او په ګوشته ولسوالۍ کې يې دپاکستان له خوا د پوځي تاسيساتو جوړېدل د هېواد په خاوره تيرى وباله.
يو تن لاريون کونکي الله داد وويل، چې دوى په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې د افغان سرتيري په وژلو سره غمجن شوي دي.
هغه زياته کړه: (( که زموږ امنيتي اورګانونه وغواړي، موږ چمتو يو چې د خپل وينې په بيه د پاکستان پر خلاف او دخپلې خاورې د دفاع لپاره وجنګيږو.))
له بلې خوا د کونړ والي سید فضل الله وحیدي خپلو امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې دتیري کونکو پر وړاندې دې غاښ ماتونکی ځواب ووایي .
وحیدي، چې نن ددغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې یې دامنیه قوماندانۍ د ودانۍ دپرانيستې غونډې ته خبرې کولې وویل ، چې دوی د پاکستان له توغندويي بریدونو په تنګ شوي او نور دغه بریدونه نشي زغملی.
نوموړي خپلو ټولو امنیتي ادارو ته امر کړی، چې د بهرني او کورنۍ تیري کوونکي پر وړاندې دې یو په دوه متقابل برید تر سره کړي .
ده دپاکستاني توپچي بریدونو په اړه وويل، چې دتېرو څو میاشتو راهیسې په کونړ ددغه هیواد له لوري بریدونه پیل شوي او لسګونه اولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
هغه زیاتوي اولسي خلک ورسره ملګري دي او امنیتي ځواکونه به هم له دې وروسته متقابل برید تر سره کوي .
په دغو بریدونو کې سلګونه کورنۍ بې کوره شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تلي دي .
د کونړ والي په داسې مهال خپلو امنيتي ځواکونو ته دمتقابل برید امر کوي، چې دننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې وړمه شپه افغان او پاکستاني ځواکونه سره ونښتل ، چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.