Language

د غزني ملي امنیت له ښوونکو وغوښتل چې له لاریونونو لاس واخلي

غزني ښار (پژواک ۱۴ غويي ۹۲): د غزني د ملي امنیت ریاست په غزني کې له ښوونکو وغوښتل، چې له لاریونونو او د لارو له بندولو لاس واخلي.

د غزني د ملي امنیت ریاست مرستیال میراحمد د غويي په ١٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې له نن څخه وروسته به د دوى ځواکونه چا ته اجازه ورنه کړي، که چېرته ښوونکي بيا لاريون ته راووتل، دوى به يې په هر ډول مخه ونيسي.

د هغه په وينا، دوى راپور تر لاسه کړی، چې په دې کار کې وسله وال طالبان لاس لري او غواړي، چې له دې په ګټه اخيستنې سره یو شمېر کسان په نښه کړي او ويې وژني.

نوموړي زياته کړه، چې دوی ته داسې راپور رسیدلی، چې یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو ته بې غږه تومانچې د وسله والو طالبانو له لوري ورکړل شوې دي، څو د لاریون په ترڅ کې پر دولتي چارواکو او یا هم پر ځواکونو ډزې وکړي.

ميراحمد وايي، چې دغه لاريون او اعتصاب یوه سیاسي جنبه لري او د وسله والو طالبانو له لوري ترسره کیږي او غواړي، چې له دې لارې په ښار کې ګډوډي رامنځ ته کړي.

هغه وويل: ((زموږ ځواکونه مجبوره دي، چې په دې وخت کې په ښوونکو هم ډزې وکړي، زه غواړم چې دوی خپل اعتصاب پای ته ورسوي.))

د ملې امنیت مرستیال وايي، چې که ښوونکي له خپل لاريون څخه لاس وانخلي او کومه پېښه په کې رامنځته شي، نو مسوولين به يې همدا ښوونکي وي.

د ده په خبره، وسله والو طالبانو زده کوونکو ته هم ویلي، چې له ښوونکو سره یو ځای په لاريون کې ونډه واخلي او ځينو ته يې بې غږه تومانچې ورکړې دي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده هم له ښوونکو وغوښتل، چې خپل لاريون پای ته ورسوي او له دې لارې دوى نه شي کولای، چې خپلې نومرې ترلاسه کړي او هر کله چې ښارګوټى تصفیه شو، هغه وخت به يې ورته وویشي.

بل خوا یو شمېر لاريون کوونکي ښوونکي وايي، چې دوی به هېڅکله زده کوونکي دې ته اړ نه کړي، چې له دوی سره په لاريون کې برخه واخلي.

د غزني د سنايي لېسې ښوونکي او د ښوونکو اتحاديې غړي محمداسلم وویل: ((نن هم زده کوونکو غوښتل، چې له موږ سره لاريون وکړي، خو موږ ورته اجازه ورنه کړه.))

نوموړي زياته کړه، که چېرته د زده کوونکو غوسه نوره هم راپورته شي او راشي له ښوونکو سره یو ځای لاريون کوي، نو هغه وخت يې دوى مسووليت پر غاړه نه اخلي.

د غزني ملې امنیت په داسې حال کې له ښوونکو د لاريون د نه کولو غوښتنه کوي، چې د غزني ښوونکي غواړي، د راتلونکې دوشنبې په ورځ پراخ لاریون ترسره کړي او دغه لاریون به د ښار له منځه پیل کړي او یو شمېر لويې لارې به هم وتړي.

Related Topics