غزني (پژواک ۱۴ غويى ۹۲) : د غزني ښار د ښوونځيو سلګونه ښوونکي او د ولايتي شورا وکيلان نن د اعتراض په ډول د پوهنې رياست په مخکې پر عمومي سړک د دوو ساعتونو لپاره کېناستل.
د غزني ښار د ٥٥ ښوونځيو سلګونه نارينه او ښځينه ښوونکو له تېرو څلورو ورځو راهيسې له دې امله کاري اعتصاب کړى،چې د ښوونکو د ښار ګوټي ځمکې يې ولې نه ورته وېشل کيږي.
د سيد احمد مکه يي لېسې يو تن ښوونکى عبدالله وايي،چې درې کاله مخکې يې د ښوونکو د ښارګوټي اسناد او مکتوبونه له پوهنې او کرنې وزارتونو تر لاسه کړل،خو نه يې ځمکه معلومه شوه نه په دې اړه پلټنه وشوه.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((د پوهنې او کرنې وزارتونو مکتوب د غزني والي او د پوهنې رييس هم لاسليک کړى،چې د ښوونکو د ښارګوټي ځمکې دې ووېشل شي،نو بيا ولې ځنډ په کې راځي.))
د جهانملکې د نجونو لېسې ښوونکې لينا اکبري وايي،چې تر هغو به ښوونځي ته ولاړه نشي، تر څو يې خپل حق نه وي تر لاسه کړى.
نوموړې وايي چارواکي ځکه پټه خوله دي،چې د ښوونکو د ښارګوټي لپاره بېله شوې ځمکه زورواکو لاندې کړې اوس يې دوى د بېرته تر لاسه کېدو زور نه لري.
د ولايتي شورا رييس عزيزالله پويا هم د ښوونکو په دې اعتراضيه ناسته کې برخه اخيستې وه او غوښتنه يې کوله ،چې ولايت او د پوهنې رياست دې د ښوونکو ځمکې ورته ووېشي.
د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم د دې ناستې په برخوالو کې و ،هغه وايي د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه زورواکو لاندې کړې او دولت دومره توان نلري ،چې غصب شوې ځمکې د مافيا له منګولو وباسي.
هغه وايي، اوس دغه مافيايي ډلې په دولت کې هم ننوتي او له دولتي چارواکو سره پټې ناستې او پټې مشورې لري.
د پوهنې رييس احسان الله ناشر پخوانۍ خبره بيا تکرار او زياته يې کړه،چې د ښوونکو د ښارګوټي لپاره ځانګړې شوې ځمکه نه ده تصفيه شوې .
هغه له ښوونکو غوښتنه وکړه،چې خپل اعتصاب پاى ته ورسوي، تر څو زده کوونکي له زده کړو پاتې نشي.
غزني والي موسي خان اکبرزاد هم وايي،چې د ښوونکو د ښارګوټي تصفيه ځنډېدلې او چې کله له مرکزه پلاوى راغى او د ځمکې تصفيه خلاصه شوه د ښارګوټي ځمکې به ووېشل شي.
د غزني ښار د ٥٥ ښوونځيو سلګونه ښوونکي څلور ورځې کيږي، چې ښوونځيو ته نه ورځي.