هرات( پژواک ١٤ غويى ٩٢) : د هرات ښار لسګونه اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د پوهنې رييس د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه .
د لاريون يوتن ګډونوال ډاکټر محمود تورولګاوه،چې د پوهنې رييس عبدالبصير اروين په اداري فساد او نورو بېلاريو کې ښکېل دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل،تر څو چې د پوهنې رييس له خپلې دندې لرې نشي او د پوهنې په سيستم کې اصلاح رانشي ، خپلو غوښتنو ته به دوام ورکړي .
لاريون کوونکي ،چې د ولايت مخامخ لوبغالي کې راټول شوي وو،د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې غوښتنه وکړه،چې د پوهنې په اداره کې دې اصلاحات راشي او هلته دې د شته اداري او اخلاقي فساد مخه ونيول شي.
خو د هرات د پوهنې رييس عبدالبصير اروين پر ده لګېدلي تورونه نه مني او هغه د لاريون کوونکو شخصي ادعا بولي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل،د لاريون ګډونوال د ټول هرات د خلکو استازيتوب نشي کولى .
د ده په وينا ، دا هغه کسان دي،چې له ده څخه يې شخصي غوښتنې لرلې، خو ده ونه منلې ځکه يې لاريون وکړ.
د پوهنې رييس وايي ،چې تېر کال د هرات د پوهنې رياست د ښه کار له امله د ټول هېواد په کچه لومړى مقام تر لاسه کړ، نو اوس څنګه دا خبره را پيدا شوه،چې د پوهنې رياست په اداري فساد او نا سالم اداري کار تورنوي .
د هرات په ٧٥٤ ښوونځيو کې ٩،٥سوه زر زده کوونکي په زده کړو بوخت دي ، چې د تدريس او اداري چارې د ١٩ زره ښوونکو او مامورينو له خوا پرمخ وړل کيږي.