اسعداباد (پژواک، ١٤ غويى ٩٢): د کونړ والي وايي،چې پاکستان د دې ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان په خاوره کې ٣٠٠ متره د ننه امنيتي پوسته جوړه کړې ده
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي، د کونړ د امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل په مشرۍ يې ناړۍ ولسوالۍ ته، نن (د غويي ١٤مه) درې کسيز پلاوى استولى و.
د ده په وينا، د پلاوي څېړنو جوته کړې، چې پاکستاني پوځيان د ناړۍ د باټاش په سيمه کې درې سوه متره مخکې راغلي او د ډيورنډ د کرښې دې غاړې ته يې پوسته جوړه کړې ده .
ده ونه ويل چې دا پوسته کله جوړه شوې ، خو زياته يې کړه : “دا د پاکستانيو پوځيانو له لوري په افغان حريم تېرى دى، چې له همدې امله مې خپلو امنيتي ځواکونو ته امر کړى، چې يادې سيمې ته ورشي او پاکستاني عسکر له خپلې سيمې بېرته وشړي. “
د والي په وينا، افغان ځواکونو دې کار ته پوره چمتووالى لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې هم د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ ٧ ساعته جګړه وشوه او په پايله کې يې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه د افغان ځواکونو له خوا لرې شوه.
د امنيتي چارواکو په وينا، په دغې جګړه کې د افغان سرحدي ځواکونو يو تن ووژل شو او څلور نور ټپيان شول .
دغه راز د راپورونو له مخې، په دې جګړه کې ٧ پاکستاني پوځيان وژل شوي او يو شمېر يې ټپيان دي .
پاکستان له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو راکټي بريدونه هم کوي .
ولسمشر حامد کرزي نن په کابل په يوه خبري ناسته کې وويل چې په سرحدي سيمو کې له جګړو پاکستان دوې موخې لري، چې يوه يې په افغانستان کې د دولت د پياوړتيا مخنيوى او بله يې د افغانستان لخوا د ډيورند کرښې په رسميت پېژندل دي .
ده په ګوشته کې د پاکستاني او افغان ځواکونو جګړې ته په اشارې سره وويل ، پاکستان بايد دا خيال له سره وباسي چې په داسې بريدونو سره به افغان حکومت د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني.
د ډيورند تحميلي کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د افغانستان په زړه کې راکش شوه او برتانويانو د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان تر منځ پوله وبلله، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.
په ١٩٤٧ ميلادي کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله