Language

چاريکار (پژواک ١٤ غويى ٩٢): د پنځو ولايتونو د دولسم ټولګي ٤٠ تنه فارغان د پوځي زده کړو لپاره ترکيې ته استول کيږي او ٤٣ تنه نور يې په کابل  د پوليسو اکاډمۍ کې شامليږي.

په همدې موخه نن د پروان، کاپيسا، باميانو، دايکنډي او پنجشېر ولايتونو له ٥٥٠ تنو د دولسم ټولګي فارغانو څخه د پروان په مرکز چاريکارو کې ازموينه واخيستل شوه.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د يادې ازموينې پر مهال  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ازموينه د کورنيو چارو وزارت له خوا واخيستل شوه او د ازموينې ګډونوالو مخکې په ازموينه کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې وې.

دى وايي، چې  د دولسم ټولګي فراغت او له ١٧٠ سانتي مترو څخه د لوړ قد لرل په ازموينه کې د ګډون شرطونه وو.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د ازموينې د پايلو له مخې به ٤٠ تنه د شپږ و مياشتو لپاره د پوليسو په برخه کې د پوځي  زده کړو لپاره ترکيې ته واستول شي او ټول لګښت يې د ترکيې هېواد له خوا ورکول کيږي.

دغه راز د ده په وينا، د ازموينې له ګډونوالو څخه ٤٣ تنه به چې وړ نومرې يې ترلاسه کړي، په کابل کې د پوليسو اکاډمۍ کې د څلورو کلونو لپاره  زده کړې وکړي.

د ازموينې ګډونوال هم خوښ وو چې په دې ازموينه کې د ګډون زمينه ورته برابره شوې ده .

د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکي احمدفهيم او د دې ازموينې ګډونوال وايي، خوښ دى چې په دې ازموينه کې برخه لري، ځکه چې له پوځي زده کړو سره يې مينه ده او غواړي چې له دې لارې خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت مصدر شي.

د پروان د مرکز چاريکارو اوسېدونکي او يو بل ګډونوال بشير احمد هم ورته څرګندونې کوي او وايي، چې د ازموينې سوالونه اسانه وو او حل کړي يې دي .

ياد دواړه ګډونوال د برياليتوب هيله کوي او له اړونده چارواکو غواړي، چې د ازموينې په پايلو کې د احتمالي درغلۍ مخه ونيسي، ترڅو وړ کسان په کې بريالي شي.

د پروان امنيه قوماندان ډاډ ورکوي چې د ازموينې پايلې به رڼې وې او يوه اونۍ وروسته به اعلان شي.