Language

هرات ښار (پژواک، ١٤ غويى ٩٢): په هرات ښار کې د افغان- ترک د نجونو لېسې د ليليې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دهرات د پوهنې رييس عبدالبصير اروين طاهري د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې دا درې پوړيزه ودانۍ د دوو کلونو په موده کې جوړه شوې ده.

 ده زياته کړه، پر دې ودانۍ يونيم ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د يوه ترکي شتمن انجنير جاهد له لوري ورکړل شوى دى.

 د هغه په وينا، د دې ښوونځي ودانۍ درې کاله مخکې جوړه شوې وه او درې سوه ښځينه زده کوونکې په کې په زده کړو بوختې دي.

 د افغان-ترک د يادې لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې پاکيزې پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېر مهال کې يې د ليليې اسانتيا نه درلوده، چې له امله يې له ستونزو سره مخ وو.

 د هغې په وينا،  په نوې جوړه شوې ودانۍ کې ورته عصري امکانات برابر شوي، چې د دوى په زده کړه به هم ښې اغېزې ولري.

 افغان-ترک له هرات سربېره په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې هم، د هلکانو ترڅنګ د نجونو لپاره ځانګړي ښوونځي لري.