Language

د برګمټال پر ولسوالۍ بريد کې شپږ طالبان او څلور افغان سرتېري وژل شوي

اسعداباد (پژواک ١٥ غويى ٩٢):  د نورستان پر برګمټال ولسوالۍ طالبانو ډله ييز بريد کړى چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان د والي وياند  عبدالظاهر بهاند د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ماښام مهال وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په بريد کوونکو کې عرب، پاکستاني او افغان طالبانو شامل دي او جګړه لا هم روانه ده.

نوموړى وايي، چې تر اوسه په دې نښته کې د اردو او پوليسو څلور سرتېري وژل شوي دي.

بهاند زياته کړه، چې په دې جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر ورته نه و معلوم.

د والي د وياند په خبره، چې ايساف په دې جګړه له افغان ځواکونو سره مرسته نه ده کړې او جګړه په يواځې ځان پر مخه بيايي.

د نورستان د امنيه قوماندانۍ  د امنيت امر سمونوال محمد فاروق پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې تر اوسه شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دى وايي، چې د وژل شوو مخالفينو مړي په سيمه کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics