Language

لالى: د ننګرهار د وکيلانو ناسم رقابتونه به ختيځه سيمه وسوځوي

جلال اباد (پژواک ١٥ غويى ٩٢): په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت وکيل او د دې جرګې د داخلي امنيت کمېسيون غړى محمدنعيم حميدزى لالى وايي، چې د ننګرهار د وکيلانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو او رقابتونو له امله به ختيځه سيمه وسوځېږي.

حميدزى لالي، چې په يوه سفر جلال اباد ته راغلى و، د غويي په ١٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې د ننګرهار پر وکيلانو غږ وکړ، چې له خپلمنځي اختلافاتو دې تېر شي او د خپلو خلکو ملي ګټو ته دې کار وکړي.

هغه زياته کړه، چې د دوى خپلمنځي رقابتونه به نه يواځې ننګرهار، بلکې ټوله ختيځه سيمه وسوځوي.

لالى وايي، په ننګرهار کې يو شمېر خپلمنځي رقابتونو ستونزې راولاړې کړې او په کار ده چې د ننګرهار وکيلان ټول سره يو موټي شي، څو د دغو ستونزو مخه ونيول شي.

ده وويل: ((زه نه غواړم چې د چا نوم واخلم، خو دا رقابتونه ډېر لوى تاوان لري.))

دى وايي، د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى د ولسمشر په رسمي فرمان د ننګرهار والي ټاکل شوى او د هغه د فرمان پر اساس به له ننګرهار څخه ځي، خو نوموړى پر وکيلانو غږ کوي چې نور له رقابتونو تېر شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان خلک د ډيورنډ کرښه هېڅکله هم په رسميت نه مني، د ده په خبره، پښتانه د پولې هرې خوا ته چې زړه يې وي ژوند کولى شي.

لالي زياته کړه: ((موږ نه دا کرښه منو او نه به يې په اينده کې ومنو.))

د ولسي جرګې دغه غړى په هېواد کې بهرني ځواکونه مات بولي او وايي، چې هغوى د ترهګرۍ د له منځه وړو په موخه راغلي، خو ترهګر په پاکستان کې دي، په دې برخه کې چې کومه پانګونه په افغانستان کې کوي، هغه دې په پاکستان کې وکړي، نه دا چې هغوى ته پيسې ورکړي.

دى زياتوي: ((پاکستان له ترهګرو سره د مبارزې په نوم په کال کې ٦٥٠ ميليونه ډالره ترلاسه کوي او بيا يې په افغانستان کې په ورانکاره کړنو لګوي.))

د لالي په وينا، دغه پيسې پاکستان د ترهرګرو د له منځه وړو لپاره نه استعمالوي، بلکې په افغانستان کې پرې ترهګر پياوړي کوي او يو استخباراتي جګړه يې روانه کړې ده.

نوموړى وايي، په افغانستان کې مېشتو بهرني ځواکونو، برېتانيا، پاکستاني استخباراتو او په افغان دولت کې يو شمېر چارواکو د ډيورنډ پولې په دواړو خواوو کې د پرتو پښتنو د ځپلو لپاره دسيسه جوړه کړې او غواړي پښتانه وځپي.

هغه زياته کړه: ((رييس جمهور، بهرنيو چارو وزارت او امنيتي سکتور ټول ګرم دي، دغه حرکت چې پيل شوى، دوى يې په مقابل کې چوپ دي.))

د ده په خبره، پاکستان هېڅکله د افغانستان دوست نه دى پاتې شوى او پنجابي جنرالان تل غواړي چې پښتانه په خپلو کې سره واچوي او اچولي يې هم دي.

د کندهار دغه وکيل پر ولسمشر کرزي غږ وکړ، چې د دې دسيسې مخه دې ونيسي ګني د افغان ولس له کلک غبرګون سره به مخ شي. د ده په خبره، چې خلک به په خپله راولاړ شي او بيا به د هيچا خبرې ته غوږ نه ږدي.

نوموړى وايي: ((ډيورنډ زموږ د پاره رنج دى، زحمت دى نور دې دا ډرامه بنده کړي.))

د داخلي امنيت د کمېسيون غړى لالى زياته کړه، د ګوشتې موضوع يې بررسي کړې او ډېر ژر به خپل راپور په ولسي جرګه کې وړاندې کړي، هر هغه څوک چې په کې ګرم وبلل شو، هغه به هم په ډاګه کړي او هيڅ پرده به پرې وانه چوي.

لالى وايي، پاکستان د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د خاپښ له کنډوه تر کونڅړۍ پورې شاوخوا ٤٥ کيلومتره وړاندې راغلى او دغه کار ته نور زغم نه شي کولاى.

نوموړى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستاني ځواکونو د ګوشتې ولسوالۍ په ګونڅړۍ سيمه کې پوځي پاخه تاسيسات جوړ کړي او هم يې دروازه لګولې وه، خو درې ورځې مخکې د دواړو هېوادونو د سرحدي پوليسو ترمنځ د يوې نښتې په ترڅ کې ياده دروازه او څوپوستې افغان ځواکونولاندې کړې.

Related Topics