جلال اباد (پژواک ١٦ غويى ٩٢): افغان امنيتي مسوولين وايي، چې د ګوشتې په جګړه د څلورو پوستو د ويجاړېدو ترڅنګ پنځوسو پاکستانيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه جګړه نن (د غويي ١٦مه) سهار په اته نيمو بجو وروسته له هغه پيل شوه، کله چې پاکستانيو ځواکونو د ګوشتې په کونڅړۍ سيمه کې د زيانمنې دروازې د بېرته رغولو چارې پيل کړې؛ خو نښته له غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو پاى ته ورسېده.
ياده دروازه تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د نښتې پر مهال زيانمنه شوې ده.
په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون د څلورم کنډک قوماندان ډګروال عبدالبصير کاموي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګوشتې په جګړه کې، ٣٠ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
ده زياته کړه، په سيمه کې يې د څلورو پوستو په بشپړ ډول د ويجاړېدو ترڅنګ د مقابل لوري يو ټانک او يو زيکويک هم له منځه وړي دي.
د هغه په وينا، په دې جګړه کې، چې درې سرحدي پوليس هم په کې برسېرن ټپيان شوي، پاکستانيو ځواکونو له يادې سيمې څخه شاتګ کړى دى.
د ګوشتې ولسوالۍ عيسى خان ځواک هم مني، چې په دې جګړه کې پنځوسو پاکستانيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نن سهار د ننګرهار چارواکو پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستانو ځواکونو له پرون راهيسې يو ځل بيا پر نړېدلې دروازې کار پيل کړى و، چې له امله يې نن د دواړو ځواکونو ترمنځ لومړى لفظي او بيا وروسته وسله واله نښته رامنځ ته شوه.
ياده دې وي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحد کې اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې، چې پاکستانيو ځواکونو په ګونڅړۍ کې دروازه ولګوله او نور تاسيسات يې جوړ کړل.
تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ جګړه کې يو افغان سرحدي پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان وو؛ دغه راز نږدې لسو پاکستانيو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.