Language

د غزني ښوونکو ته له شپږو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړل شوي

غزني ښار (پژواک ۱۶ غويى ۹۲): د غزني ښار او یو شمېر ولسوالیو ښوونکي وايي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې يې تنخواګانې نه دې ورکړل شوې.

د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ یوه ښوونکي محمدعالم د غويي په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ده په ګډون په لسګونو ښوونکو له ډېر وخت راهيسې خپلې میاشتني معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د هغه په وينا، د ١٣٩١ لمريز کال د وږي مياشتې په ٢٠مه يې د نورو ښوونکو په ګډون د مقررۍ مکتوبونه ترلاسه کړي، خو تر اوسه يې تنخواوې نه دي ورکړل شوې.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د پوهنې وزارت او د غزني د پوهنې رياست په لاسلیک د ۱۱۶ ښوونکو مکتوبونه په لاس کې لري، چې په ياده نېټه مقرر شوي او معاشونه يې نه دي اخيستي.

د اجرستان ولسوالۍ یو ښوونکي محمداشرف هم وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې يې خپله تنخوا نه ده ترلاسه کړې.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل: ((یو په دوه پیسې مې په کرایو ولګېدې، هره ورځ منډې راوهم، خو بیا مې هم تنخوا نه اجرا کیږي.))

د ده په خبره، کله یوه پلمه ورته کوي او کله بله، ډېر وخت د پوهنې ریاست یو مامور د پیسو غوښتنه ترې کوي او ورته وايي، چې که دې دومره پیسې ورکړې، نو تنخوا به دې اجرا شي.

نوموړی دا خبره په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې د غزني د پوهنې ریاست څو مامورین د اداري فساد او بډې اخیستنې په تور د ملي امنیت له لوري ونیول شول، خو له یو څو شپو تېرېدو وروسته يې بېرته خوشي کړل.

د غزني ښار د جهان ملکي لېسې د اتم ټولګي نګرانه او ښوونکې ښاپېرۍ وايي، چې له تېر یو نیم کال راهیسې نوموړې د ښوونکې تر څنګ د اتم ټولګي نګرانه هم ده، خو تر اوسه يې د خپلې نګرانۍ حق الزحمه نه ده ترلاسه کړې.

نوموړې زياته کړه: ((دا پیسې نه یوازې ما نه دي اخیستې، بلکې د ښوونځي ټولو ښوونکو نه دي اخیستې او دا ده د دغو پیسو دوه کاله پوره کېږي.))

د هغې په وينا، د نګرانۍ پیسې چې د میاشتې لږ تر لږه ۲۰۰ افغانۍ کېږي او د ښوونکو شمېر تر۴۰۰۰ رسېږي، دا ټولې د مياشتې ۸۰۰ سوه زره افغانۍ کېږي، چې تر اوسه يې چا ته معلومات نشته، چې چېرته ځي.

نوموړې د غزني د پوهنې په ریاست تور لګوي او وايي، چې د دغه ریاست کاري ډله ډېره کمزورې ده او غیر مسلکي کسان يې پر دندو ګومارلي دي.

که څه هم د غزني د پوهنې ریاست یاده ستونزه مني، خو وايي، چې دغه ستونزه په ښار کې ۹۹ سلنه هواره شوې، خو په یو شمېر ولسوالیو کې لا هم پاتې ده.

د غزني د پوهنې ريیس احسان الله ناشر پژواک اژانس ته وویل: ((د ښوونکو د تنخواوو ستونزه په یو شمېر ولسوالیو کې شته، خو په ښار کې دا ستونزه نشته او ټولو ښوونکو خپلې تنخواوې اخیستې دي.))

د هغه په وينا، د دې ستونزې اصلي علت د لویو لارو بندېدل او یا هم د ښوونځيو له لوري د استحقاقونو ناوخته کېدل دي.

نوموړي زياته کړه، چې که چېرې ښوونځي خپل اسحقاقونه پر خپل وخت د پوهنې ریاست ته ور ولېږي، دا ستونزه به نه وي.

ناشر وايي، د دې ستونزې یو بل لامل کابل بانک هم دى، چې ډېری وخت د ښوونکو تنخواوې ناوخته کوي او کله کله هم پرې ډېر بیروبار وي.

د یادونې ده، په غزني ولایت کې نږدې ۶۵۰ ښوونځي شته، چې په کې له درې نیمو سوو زرو څخه زیات زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي او ۴۵ سلنه يې نجونې دي.