اسعداباد (پژواک ١٦ غويى ٩٢): هغه امريکايي سرتېري ته له کونړ څخه د وتلو امر شوى، چې د ولسمشر کرزي انځور ته يې سپکاوى کړى دى.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امريکايي سرتېري تېر ماښام او نن سهار په اسعداباد ښار کې د ولسمشر کرزي انځور ته سپکاوى کړى دى.
هغه زياته کړې، د امريکايي سرتېرو د کاروان يوه سرتېري، چې له ښار څخه د تېرېدو په حال کې و، د شهيدانو په څلورلارې کې د ولسمشر کرزي لګېدلى انځور په ډبرو ويشتى دى.
د نوموړي په وينا، د ولايت د امنيه قوماندان په مشرۍ يې يوه کمېسيون ته دنده وسپارله، چې دا موضوع وڅېړي او وروسته پلاوي دا موضوع تاييد کړه.
والي وايي، چې په دې اړه يې په کونړ کې د مېشتو امريکايي ځواکونو قوماندان او د سفارت استازي ته شکايت وکړ او هغوى هم د خپل سرتېري له خوا دغه کړنه ومنله او پرې يې بښنه وغوښته.
وحيدي وويل، د امريکايي ځواکونو له قوماندان يې وغوښتل، چې دغه سرتېرى دې په ٢٤ ساعتونو کې له کونړ څخه ووځي او وايي، چې هغوى هم منلې ده.
امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.