جلال اباد (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د ننګرهار ولايتي اداره او ولسونه به په ټول توان سره د ګوشتې په ولسوالۍ کې د دروازې د بيا جوړولو مخه نيسي.
دغه څرګندونې د ننګرهار د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې د ننګرهار والي ګل اغاشېرزي د شنبې په ورځ د دغه خبر په ترلاسه کولو سره، چې پاکستاني ملېشه د ګوشتې په ولسوالۍ کې يو ځل بيا د دروازې پر جوړولو لاس پورې کړى، په جلال اباد کې د پاکستان کونسل ته خبر ورکړ، چې دلته بايد کار پيل نه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار والي له کونسل سره په خپلو څو ځلي خبرو کې دا هم ويلي، چې د ګوشتې ولسوالۍ د ګوڅړۍ د لوړ غاښي په ساحه کې دې تر هغه کار نه کېږي، ترڅو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه ستونزه هواره شوې نه وي.
همدارنګه د ننګرهار والي په لارښوونه د ګوشتې په ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو له خوا د پاکستان ملېشو ته خبر ورکړل شو، چې پر دروازې بيا کار پيل نه کړي.
خو سرچينې زياته کړې، چې له دې ټولو هڅو سره سره نن (د غويي ١٦مه) سهار مهال پاکستاني ملېشو په سپين سترګۍ سره د دروازې په بيا جوړولو کار پيل کړ، چې له امله يې نښته رامنځته شوه.
د ننګرهار ولايتي ادارې د دروازې د بيا جوړولو د ستونزې مخنيوي لپاره ټولې ډيپلوماتيکي لارې په کار اچولې او موضوع يې له ولسمشر سره هم شريکه کړې، خو د دروازې د بيا جوړولو د مخنيوي جدي هڅې به دوام ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((د ننګرهار ولايتې اداره په دې موضوع کې جدي ده، د دروازې د بيا جوړولو اجازه به هيچا ته ور نه کړي او په ټول توان او د خلکو په همکارۍ به يې مخه ونيسي.))
په ګوشته کې د لومړي نمبر سرحدي زون د څلورم کنډک قوماندان ډګروال عبدالبصير کاموي د جګړې پخلى وکړ او زياتوي چې پاکستاني ځواکونو د دروازې په جوړولو لاس پورې کړى و.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له پرون راهيسې دوى غوښتل چې د دغه کار مخه ونيسي.
د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اته نيمې بجې يو ځل بيا د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته پيل شوې ده.
سرچينه زياتوي، چې پاکستاني ځواکونو له پرون راهيسې يو ځل بيا پر نړېدلې دروازې کار پيل کړى و، چې له امله يې نن د دواړو ځواکونو تر منځ لومړى لفظي او وروسته وسلواله شخړه رامنځته شوه.
سرچينه وايي، چې تر اوسه دوه پاکستانۍ پوستې سوځول شوې دي.
تېره اونۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کې يو سرحدي پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان وو، دغه راز نږدې لسو پاکستاني ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.