جلال اباد (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د ملي امنيت لوى رياست په ننګرهار ولايت کې د يوه پاکستاني په ګډون د ٩ مخالفينو د نيولو خبر ورکړ.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت منسوبينو د اوپراتيفي راپورونو له مخې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د يوه پاکستاني په ګډون نهه مخالفين نيولي دي.
سرچينې زياته کړه، ياد کسان په پاکستان کې له پوځي روزنيزو زده کړو وروسته د تورخم له سرحدي پولې د ورانکارو کړنو په موخه جلال اباد ښار ته روان وو، چې ونيول شول.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت منسوبينو په ننګرهار کې يو تن له ۴۰ کيلوګرامه نشه يي توکو سره چې په يو سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي و، نيولي دي.