Language

“پاکستان له يوه قدرتمن هېواد سره د افغانستان د نظام د کمزوري کولو هڅې پيل کړي”

کابل (پژواک، ١٦غويى ٩٢) : پاکستان د يوه نړيوال قدرتمن هېواد په ملاتړ د افغانستان د دولتي موسسو او موجود نظام د کمزورۍ په اړه مذاکرات کړي دي .

دغه څرګندونې يوه لوړ پوړي دولتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

سرچينې زياته کړه، چې دوى په دې اړه کره او ليکلي اسناد ترلاسه کړي دي، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل.

دغې دولتي سرچينې وويل ، چې څه موده مخکې پاکستان  د يوه قدرتمن هېواد له استازي سره په يوه داسې پلان خبرې کړي ، چې  په افغانستان کې دولتي موسسې او ادارې بې اعتباره او  حکومت په انزوا کې راولي .

دغه چارواکي زياته کړه ، چې په دې هم خبرې شوي ، چې په افغانستان کې د دولت پر ځاى ډلې او ټپلې تقويه  کړي.

سرچينه زياتوي : ((په پلان کې په ډاګه شوې ، پاکستان غواړي چې په افغانستان د سولې د اوسنۍ پيل شوې پروسې پرځاى هغه طالبان ، چې  له دوى سره تړاو لري ، په افغانستان کې د ډلو او ټپلو له مشرانو سره خبرو ته کينوي او په واک کې يې را ګډ کړي .))

دغه چارواکى وايي ، چې ددغه پلان  اسناد په لاس کې لري او کېداى شي ، چې په راتلونکي کې يې د رسنيو په واک کې ورکړي . 

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې پاکستان د افغان حکومت پر ځاى ځينې ډلو ټپلو او په ځانګړې توګه ددولت د سياسي اپوزيسيون له چارواکو سره اړيکې نيولې دي او غواړي ، چې له طالبانو سره يې هم کښينوي.

له همدې امله د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې او افغان حکومت څو ورځې مخکې پر پاکستان تور پورې کړ،چې د سولې پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ دى.

خو دسياسي چارو کارپوهه ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي  ، چې  امريکا له پاکستان سره يو ځاى غواړي د جګړې د پاى ته رسولو لپاره د طالبانو ترڅنګ د افغانستان له سياسي ډلو ټپلو سره،چې پوځي ځواک لري،خبرې وکړي او د راتلونکي حکومت په اړه کومې پرېکړې ته ورسيږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د افغانستان په شمال، ختيځ ، سوېل او لوېديځ کې ځينې پياوړې ډلې فعالې دي او ددوى له همکارۍ پرته هېڅوک نه شي جوړېدلى.

ډاکټرځلاند وايي ، چې امريکا او پاکستان همدې ټکي ته په پام کې نيولو سره له دې ډلو سره نوې اړيکې پيل کړې دي.