Language

په ننګرهار کې له حکومت څخه د ملاتړ په موخه غونډه وشوه

جلال اباد (پژواک ١٦غويى ٩٢): د ملي شورا يو شمېر غړو او د ننګرهار استازو له والي ګل اغا شېرزي سره په يوه ګډه غونډه کې د پاکستان بريد وغانده او له حکومت څخه يې خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.

دغه غونډه نن (د غويي ١٦مه) د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې په کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ولسي جرګې وکيلان فريدون مومند، حاجي حضرت علي، يو شمېر نورو استازو او لسګونو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

دوى وويل، چې په هر حال له خپل حکومت څخه ملاتړ کوي او د پاکستان هغه اقدامات چې د ډيورنډ کرښې په سيمو کې يې پيل کړي، په کلکه غندي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د خپلې خاورې د دفاع په خاطر دې تيار و اوسي.

هغه زياته کړه: ((دا خاوره مو ساتلې او بيا به يې هم ساتو.))

نوموړى وايي، چې د خپل هېواد د دفاع په موخه يې لکه څرنګه چې پخوا خپل سرونه په لاسو کې نيولي وو، يو ځل بيا هم د پاکستان په مقابل کې تيار دي.

مسلميار پر پاکستان غږ وکړ، هغه نه منل شوې کرښه چې د افغانستان د خلکو پر زړونو راکش شوې، بايد د هغې ټولو اصولو ته ژمن و اوسي.

دى وايي: ((افغان دولت او پاکستان بايد په لوړه کچه ډيپلوماتيکي خبرې وکړي.))

مسلميار وايي، چې نننى کنفرانس يې د خپلو ملي ځواکونو په ملاتړ جوړ کړى او تل به د افغان حکومت په خوا کې ولاړ وي، هېڅ يرغلګر به پرې نه ږدي چې د دوى پر خاورې تېرى وکړي.

هغه زياتوي: ((دا خاوره زما مور ده او له خپلې مور نه زه په خپلو مټو دفاع کولى شم.))

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي وويل، چې د پاکستان کونسل ته يې خبر ورکړى چې ويجاړه شوې دروازه دې نه جوړوي، خو بيا هم پاکستان په ډېرې سپين سترګۍ سره د دروازې په جوړولو چارې پيل کړې، چې له امله يې نن په زوره جګړه وغوښته.

دى وايي: ((موږ ورسره ډيپلوماتيکې اړيکې نيولې دي، خو له بده مرغه دوى نور هدفونه لري، چې ما ولسمشر ته خبر ورکړى دى.))

والي وايي، چې په نننۍ نښته کې مقابل لوري ته هم دروند زيان اوښتى، چې څو تنو ته يې مرګ ژوبله اوښتې او يو ټانګ يې هم ويجاړ شوى دى.

بلخوا د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جګړه تر غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې پاى ته ورسېده او وايي، چې پاکستاني ځواکونه له يادې سيمې په شا تللي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې جګړه کې د پاکستاني ځواکونو څلور پوستې له منځه وړل شوې او په دې پوستو کې يې يو شمېر وسلې او مهمات هم سوځول شوي دي.

دې امنيتي سرچينې وويل، ګڼ شمېر پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او هغوى د خپلو ټپيانو په لېږدولو بوخت  دي.

په ګوشته کې دغه امنيتي سرچينه وايي، چې په دې نښته کې درې سرحدي پوليس برسېرن ټپي شوي او تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته خپلو ليکو ته ستانه شوي دي.

Related Topics