Language

هرات ښار (پژواک١٦ غويى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د تاوتريخوالي  په دوو بېلا بېلو پېښو کې يوه مېرمن وژل شوې او بله ټپي ده.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدی د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ د زېرکوه په سيمه کې يوه تن خپله مېرمن د ټوپک په ډ‌زو وژلې او په خپله له دوو ماشومانو سره له کوره تښتېدلى دی.

ده زياته کړه، د يادې پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

دغه راز د هرات په مرکز کې يوه بله پېغله هم په ډزو ويشتل شوې او ټپي ده.

سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، چې ټپي شوې نجلۍ روغتون ته لېږدول شوې، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د هرات د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د رئيس غلام قادر رحيمي پژواک اژانس ته وويل، په روان کال کې په هرات ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له امله تراوسه پورې نهو مېرمنو ژوند له لاسه ورکړى دى.

Related Topics