محمودراقي (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د کاپيسا ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو د يو لاريون په ترڅ کې پر افغانستان د پاکستان بريدونه وغندل او له خپلې خاورې د دفاع لپاره يې چمتووالى وښود.
پاکستان له تېرو دوو کلونو راهيسې د افغانستان پر ځينو سيمو راکټي بريدونه کوي، خو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې هغه مهال ډېرې ترينګلې شوې، چې پاکستان د ډيورند د کرښې دې غاړې ته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په ګونڅړۍ سيمه کې دروازه ولګوله او نور تاسيسات يې جوړ کړل.
تېره اونۍ پاکستاني ځواکونو په ياده سيمه کې پر افغان ځواکونو بريد وکړ او وروسته د دواړو لورو تر منځ اووه ساعته جګړه رامنځته شوه، چې په ترڅ کې يې افغان ځواکونو ياده دروازه ونړوله.
په دې نښته کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو يو سرتېرى محمدقاسم او ٧ پاکستاني سرتيري ووژل شول او څلور افغان او يو شمېر پاکستاني سرتېري ټپيان شول.
د کاپيسا د بېلابېلو سيمو شاوخوا ١٥٠٠ اوسېدونکو نن د پاکستان د يادو بريدونو په غبرګون کې د کاپيسا د مرکز اړوند له ده باباعلي سيمې تر محمودراقي پورې لاريون وکړ او مرګ پر پاکستان شعارونه يې ورکول.
په ولسي جرګه کې د کاپيسا استازى محمداقبال ساپي، چې د دغه لاريون له تنظيموونکو څخه دى وايي، چې افغانانو تل له خپلې خاورې په مېړانه ساتنه کړې او اوس هم چمتو دي، چې خپله خاوره د پرديو له يرغل څخه وژغوري او تېري کوونکو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.
له لاريون کوونکو څخه يوه تن شکرالله محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کاپيسا خلک چمتو دي چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه له خپلې خاورې ساتنه وکړي.
لاريون کوونکو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.
په پرېکړه ليک کې له افغان امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ شوى او په کې راغلي، چې د افغانستان پر خاوره د تېري کوونکو کوچني خوځښت ته هم بايد غاښ ماتوونکى ځواب ورکړل شي.
په پرېکړه ليک کې د افغانستان له دولت او ولسمشر څخه غوښتل شوي، چې د پاکستان پر وړاندې څرګند او روڼ سياست ولري او د ټولو ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې پياوړې ډيپلوماسي او ثابت دريځ خپل کړي.
په پرېکړه ليک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو مخه ونيسي.
لاريون کوونکو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له پاکستان سره په جګړه کې افغان سرتېري محمدقاسم ته د جنرالۍ رتبه ورکړي.
د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نن او په تېرو څو ورځو کې ګڼ شمېر خلکو د پاکستان پر ضد لاريونونه کړي او له خپلې خاورې ساتنې ته يې چمتووالى څرګند کړى دى.