Language

بادغيس کې طالبانو له کوره د تېښتې په تور يوه پېغله وژلې

هرات (پژواک ١٧ غويى ٩٢): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په بادغيس کې له کوره د تېښتې په تور يوه پېغله وژلې او بلخوا په هرات کې د بدلمنۍ په تور څلور ښځې او درې سړي نيول شوي دي.

د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي وايي، چې په ابکمري ولسوالۍ کې طالبانو له کوره د تېښتې په تور يوه شل کلنه پېغله  د خلکو په مخکې وژلې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دغه پېښه درې ورځې مخکې شوې، چې د وژل کېدو خبر يې نن پوليسو ته ورسېد او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د بادغيس د څارنوالۍ رييس جان محمد نوري وايي، چې دغه نجلۍ د داوود په نوم له يوه ځوان سره له کوره تښتېدلې وه.

نوري زياتوي، نجلۍ څو ورځې وروسته پيدا شوه او د پلار په غوښتنه يې  وسله والو د خلکو په مخکې پر ډزو ووژله.

چارواکي وايي، د هغه زلمي برخليک نه دى معلوم، چې نجلۍ وسره تښتېدلې وه.

د يو بل خبر له مخې، د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي، چې پوليسو نن د بدلمنۍ په تور څلور ښځې او درې سړي نيولي دي.

نوموړى وايي، د نيول شوو کسانو په اړه يې پوښتنې او پلټنې پيل کړې دي.

Related Topics