Language

د مشرانو جرګې پلاوي له ګوشتې څخه ليدنه وکړه

جلال اباد (پژواک١٧غويى٩٢): د مشرانو جرګې پلاوي د ګوشتې ولسوالۍ د سرحدي سيمې ګونڅړۍ څخه ليدنه وکړه.

نن د غويي په ١٧مه د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ يو ګډ پلاوي د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ د سرحدي سيمې ګونڅړۍ څخه د ليدنې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ټول د خپلو ملي ځواکونو تر شا ولاړ دي او د هغوى ملاتړ به کوي.

مسلميار وويل، که څه هم مرکزي ادارې د پاکستان او افغانستان د روانې کشالې په اړه له پاکستان سره ډيپلوماتيکې خبرې پيل کړې دي، خو بيا هم که خبره جګړې ته واوړي، نو د خپلو پوځي ځواکونو تر شا ولاړ دي او له خپلې خاورې څخه به دفاع کوي.

مسلميار وايي: ((زه به تل د خپلو دغو خړو ځوانانو تر شا ولاړ يم او د خپلې خاورې ساتنه به کوم.))

د مشرانو جرګې رييس زياته کړه، هغه وسله چې د سرحدي ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې موجوده ده، سرحدي پوليس يې لري، خو د لا زياتو درنو وسلو لپاره به له مرکزي ادارې سره په ګډه کار کوي، تر څو سرحدي پوليس په لا درنو وسلو سمبال کړي.

همدارازد مشرانو جرګې غړې فريدې کوچۍ چې ټوپک يې په خپلو لاسو کې اخيستى و، پر پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان هره ښځه د خپل ځوان تر شا د خپلې خاورې د دفاع په موخه راوتلى شي.

نوموړې زياته کړه، هېڅ بهرنى يرغلګر به پرېنږدي چې پر افغاني خاوره تېرى وکړي.

فريده کوچۍ وايي: ((ترڅو چې د وطن په يو بچي کې ساه وي، له وطنه به دفاع کوي.))

نوموړې د خپلو سرحدي پوليسو کړنې ستايي او زياتوي، چې دى د خپلو پوځيانو په ډاډ د شپې خوب کوي.

هغې زياته کړه: ((دا هغه مېړني بچي دي ،چې د وينې په بدل له دغې خاورې نه دفاع کوي، زه پرې وياړم او که ضرورت شو،زه په خپله ورسره يوځاى په سنګر کې جنګېږم.))

 په ورته وخت کې د ګوشتې ولسوالۍ يو شمېر قومونو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ، چې په ترڅ کې يې د پاکستان هغه کړنې چې پوځي تاسيسات يې د افغانستان په خاوره کې جوړ کړي، غندي او وايي چې وروسته له دې په خپله وسله اخلي او د خپلې خاورې نه ساتنه کوي.

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند د لاريون په ترڅ کې پژواک ته وويل، چې پخوا هم د مومندو قوم له خپل سرحده دفاع کړې او بيا يې هم کولى شي.

 ده وويل: ((زموږ مومند قوم به په خپله وسله راخلي او د سرحد نه به د خپلو سرحدي ځواکونو سره يوځاى دفاع کوي.))

 مومند وايي، د پاکستاني او افغاني پوځيانو تر منځ په دويمه نښته کې هم يو شمېر ځوانانو ځانونه جګړې ته چمتو کړي وو، خو په دې موخه ورته اجازه ورنه کړل شوه، چې سرحدي پوليس د جګړې توان لري.

 له مشرانو جرګې څخه راغلي پلاوي چې له لسو زياتو سناتورانو په کې شامل وو، د څلورم کنډک منسوبينو ته ٥٠زره افغانۍ انعام او همداراز يې ځينو ته تقديرنامې هم ورکړې.

 بل خوا د لومړي نمبر سرحدي زون د څلورم کنډک قوماندان ډګروال عبدالبصير کاموي پژواک ته وويل، چې د ټولو افغانانو له لوري دوى په دې وروستيو کې ډېر زيات تشويق شوي دي.

 نوموړى زياتوي: ((زه دې وږى ناست يم، خو دښمن مې دې مات وي؛ زما عسکرو ټولو سره همدا فکر دى چې بايد پر تېري کوونکي برلاسي واوسو.))

 قوماندان وړاندې وايي، هغه دروازه يې هم په بشپړه توګه نړولې، کومه چې د پاکستانيو پوځونو له لوري جوړه شوې وه.

 همداراز سلګونو له کابل څخه راغلو د مدني ټولنو استازو په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان پر ضد لنډ لاريون وکړ.

 دوى هم د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او ويل يې چې پاکستان دې په دې پوى شي، چې دوى ټول د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ دي.

 ياده دې وي ، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحد کې اړيکې وروسته له هغې ترينګلې شوې، چې پاکستاني ځواکونو په ګونڅړۍ کې دروازه ولګوله.