Language

غزني کې د ماين چاودنې څلور پوليس ووژل

غزني (پژواک ۱۶ غويى ۹۲): د غزني  د مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د ماين چاودنې د عامه ساتنې څلور پوليس وژلي او يو بل ټپي دى.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت د غويي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د عامه ساتنې د څلورو پوليسو مړي او يو ټپي روغتون ته ور وړل شوي  دي.

هغه زياته کړه، چې يادو پوليسو ته دغه مرګ ژوبله د غزني د مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د جباروالو په سيمه کې د ماين چاودنې له امله اوښتې ده.

نوموړى د ټپي شوي پوليس روغتيايي حالت ښه بولي او زياتوي، چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

د سيمې يوه عيني شاهد سميع الله د چاودنې په ځاى کې د پوليسو ويجاړ رينجر ليدلى او زياتوي، چې له چاودنې وروسته د کابل-کندهار لاره يو ساعت  تړلې وه.

په غزني کې د عامه ساتنې او د کتارونو د لېږد ځانګړې قطعه شاوخوا درې مياشتې مخکې جوړه شوه.

وسله والو تر دې مهاله  د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics