هرات (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په چيشت ولسوالۍ کې يې د يو مشهور قوماندان په ګډون اته وسله وال وژلي او بلخوا يو ايرانى يې له نشه يې توکو سره نيولى دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي د غويي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه پوليسو او ملي اردو په چيشت ولسوالۍ کې د وسله والو د يوه قوماندان ملا عصمت الله په ګډون اته وسله وال وژلي دي.
نوموړي وويل، ملا عصمت الله په غور او هرات ولايتونو کې فعاليت لاره او د نا امنۍ په ډېرو پېښو کې ښکېل و.
هغه زياتوي، تېر کال د چيشت او پښتون زرغون ولسواليو د امنيه قوماندانانو په وژنه کې هم د ملا عصمت الله لاس و.
په لوېديځ زون کې د ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي هم په ګډو عملياتو کې د ملا عصمت الله او د ده د اتو ملګرو وژنه مني.
نجيبي وايي، چې په دغو عملياتو کې د سيمې خلکو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو د خپلو ملګرو د وژل کېدو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د هرات امنيتي چارواکو په اسلام کلا بندر کې د يوه ايراني قاچاقبر د نيول کېدو خبر ورکړى دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي وايي، چې د ابوالفضل په نوم يې يو ايراني پرون ماښام د کرسټال په نوم له دوه کيلو نشه يي توکو سره نيولى دى.