Language

پتنګ: ډېر ژر به افغان وسله وال ځواکونه په درنو وسلو سمبال شي

اسعداباد (پژواک، ١٧ غويى ٩٢): د کورنيو چارو وزير وايي، چې ډېر ژر به افغان وسله وال ځواکونه په درنو وسلو سمبال شي.

د کورنيو چارو وزير غلام مجتبی پتنګ د سرحدي پوليسو له عمومي قوماندان پاسوال ګل نبي احمدزي سره يوځاى کونړ ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د کونړ له چارواکو او قومي مشرانو سره سره وکتل.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په خپلو خبرو کې په کونړ کې د پوليسو د شمېر د زياتوالي غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې امنيتي ځواکونه بايد په تجهيزاتو او عصري وسايلو سمبال شي.

د ولايتي شورا مشر حاجي مياحسين وويل، چې د کونړ ټول خلک له امنيتي ځواکونو سره بشپړ همکاري دي او د اړتيا پرمهال به ورسره د خاورې او سرحدونو په ساتنه کې عملا ونډه واخلي.

د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمن وويل، دا د عالمانو مسووليت دى ، چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د خپلې خاورې او سرحدونو د ساتنې لپاره ولس چمتو کړي.

نوموړي زياته کړه، د اسلامي  اصولو  له مخې، دا د هر افغان مسووليت دی ، چې له خپل وطن نه دفاع  وکړي.

د کورنيو چارو وزير غلام مجتبی پتنګ وويل، چې کونړ ته يې د سفر موخه له نږدې د دې ولايت د حالاتو کتل دي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې د پرديو د اهدافو او پلانونو د پلي کولو په خاطر د هېواد ورانول او د خپل ورور وژل پرېږدي.

هغه زياته کړه :(( راځئ، په يوه ټغر سره کېنو او ستونزې سره شريکې کړو.))

هغه دغه راز ډاډ څرګند کړ ، چې په راتلونکو څو مياشتو کې به افغان وسله وال ځواکونه په درنو وسلو سمبال شي.

د نوموړي په وينا، دوه ورځې وړاندې د امنيت په شورا کې ولسمشر امنيتي مسوولينو ته امر وکړ، چې پخواني ټانکونه، توپونه، الوتکې او نورې درنې وسلې ترميم کړئ.

د غويي په ١٥مه، امنيت شورا ماليې وزارت ته لارښوونه وکړه، ترڅو د دفاع وزارت د جنګي وسايطو او درنو وسلو د ترميم په موخه ٦٠ميليونه ډالره ځانګړي کړي.

د کورنيو چارو وزير او ورسره راغلي پلاوى د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته لاړ، هلته يې هم له قومونو مشرانو او دولتي ځواکونو سره وکتل او د هوا له لارې يې هغه سيمې هم وکتلې چې په کومو کې پاکستانيو ځواکونو د پوستو په جوړولو کار پيل کړی دى.

څو ورځې وړاندې د کونړ والي ويلي و، چې پاکستان د دې ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان په خاوره کې ٣٠٠ متره دننه امنيتي پوسته جوړه کړې ده.

د کورنيو چارو وزير په کونړ کې د پوليسو يو شمېر لوړپوړو افسرانو ته د لا هڅونې لپاره مډالونه هم ورکړل.