مزارشريف (پژواک ١٧ غويى ٩٢ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې زورواکو څلويښت ناقانونه ښارګوټي جوړ کړي دي.
دغه څرګندونې د غويي په ۱۷مه، په مزارشريف کې د شمال په کچه د ښارواليو د پراختيا او انکشاف په موخه جوړ شوي کنفرانس کې بېلابېلو چارواکو وکړې.
په دغه کنفرانس کې له مرکزه د ښارواليو د چارو د مسوولينو ترڅنګ د شمال زون ۳۰ ښاروالانو برخه اخيستې وه.
د افغانستان د ښارواليو چارو عمومي رييس عبدالباقي د ياد کنفرانس په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شمال کې د ښارونو او ولسواليو ښاروالۍ بېلا بېلې کاري ستونزې لري.
نوموړي زياته کړه، چې د بيارغونې کارونه په غير مسلکي توګه تر سره کول، د کار د نظارت نشتوالی او د پروژو په پلي کولو کې له خلکو سره په سمه توګه مشوره نه کول، د شمال په کچه د ښارواليو سترې ستونزې دي.
د هغه په وينا، په مزارشريف کې جدي ستونزه د ناقانونه ښارګوټو جوړېدل دي.
عبدالباقي زياته کړه : ((په مزارشريف کې ۴۰ غير قانوني ښارګوټي جوړ شوي، د دغو ښارګوټو په اړه په اداره امور کې پرېکړه شوې او د مزارشريف ښاروالۍ ته هم استول شوې ده.))
د مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم هم د ياد کنفرانس په څنډه کې پژواک اژانس ته په دغه ښار کې د ناقانونه ښارګوټو جوړېدو پخلی وکړ.
نوموړي زياته کړه: (( په مزارشريف کې يواځې ۲۴ قانوني ښارګوټي جوړ شوي او پاتې نور چې شمېر به يې له څلويښتو څخه کم يا زيات وي، غير قانوني دي.))
د هغه په وينا ناقانونه ښارګوټي د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د يو شمېر زورواکو له خوا جوړ شوي دي.
مقيم د کوم زورواکي نوم په ډاګه نه کړ؛ خو ويې ويل، چې دغه ښارګوټي د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د لسګونو زورواکو له لوري لاس په لاس پلورل شوي، چې هر يوه پر خپل مهال ورته اسناد جوړ کړي دي.
نوموړي د اداره امور د فيصلې د تاييد تر څنګ زياته کړه، چې د مزارشريف د ناقانونه ښارګوټو د مسلې حل په موخه بايد له مرکز څخه لوړپوړی پلاوی راشي.
د ښارواليو د چارو عمومي رييس عبدالباقي وويل، چې له ياد کنفرانس څخه يې موخه په عمومي توګه د ښارواليو د چارو سمون دی.
نوموړي زياته کړه، چې په ننني کنفرانس کې د شمال د پنځو ولايتونو (سمنګان، بلخ، شبرغان، سرپل او فارياب) څخه ۳۰ ښاروالانو برخه اخيستې وه.
د هغه په وينا، په دغه شمېره کې پنځه ښاروالان د ولايتونو د مرکزي ښارونو او پاتې د يادو ولايتونو د ولسواليو و.