Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزی : د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه په سمه توګه نه ده ترسره شوې

کابل ( پژواک ۱۷ غویی ۹۲ ) ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه په سمه توګه نه ده ترسره شوې.

له ارګ څخه د غویي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته به یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر کرزي تیره اونۍ ډنمارک ته دسفر پر مهال دغه څرګندونې دډنمارک یوه تلویزیون سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي .

هغه د ترهګرۍ پر ضد دروانې جګړې په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دا جګړه په سمه توګه نه ده پرمخ وړل شوې .

کرزي زیاته کړې : (( ما تل په دې اړه نیوکه کړې ده، نړیوال ځواکونه باید د ترهګرو او ترهګرۍ اصلي  ریښي او دهغه مرکزونه له منځه وړي وای چې له افغانستان څخه بهرپه پاکستان کې  دي ، خو هغه ډول ونه شول او نړیوالې ټولنې دا کار ونه کړ.))

ولسمشر ویلي چې نړیوالې ټولنې ددې پرځای دافغانستان پر کلیو او بانډو کې چیرته چې د جګړې هیڅ جواز نه و، خپلو بریدونو ته ادامه ورکړل.

حامد کرزي په دې مرکه کې له نړیوالو ځواکونو غوښتي دي چې د افغانستان په کلیو کې خپلو جګړو ته د پای ټکی کیږدي.

دافغانستان په امنیت کې د نړیوالې ټولنې د رول په اړه ولسمشر کرزي وویل ، څومره چې دوی باید بریالي وای، هغومره نه وو.

هغه زیاته کړه چې القاعده په افغانستان کې نشته، طالبان خپلې مرستې له پاکستان څخه ترلاسه کوي.

ولسمشر کرزي په دې مرکه کې دسولې د پروسې په اړه ویلي چې په دې برخه کې یې ډیرې لاسته راوړنې نه در لودې.

نوموړی وایي چې طالبانو په انفرادي توګه اړیکې دافغانستان په داخل او خارج کې نیول شوي دي، خو په دې کار کې د پاکستان رول مهم دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.