جلال اباد (پژواک ١٨ غويى ٩٢): د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د يوې سرګلولې د چاودنې له امله د مور په ګډون څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ١١ بجې د ښېوې ولسوالۍ په سرجن سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
مشرقيوال زياتوي، چې په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د مور په ګډون درې تنه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، دغه ناچاودلې سرګلوله ماشومانو کور ته وړې وه، خو وروسته د کور منځ کې چاودلې ده.
د سيمې اوسېدونکي عين الحق پژواک اژانس ته وويل، چې ماشومانو له کوره بهر يوه سرګلوله پېدا کړې وه، چې له ټکولو وروسته يې په کور کې چاودنه وکړه.
هغه زياته کړه، چې زيانمن شوي کسان د غريبې او بې وسه کورنۍ دي.
موده مخکې هم د چپرهار په ولسوالۍ کې د يوه پخواني ماين په چاودنه کې تر لسو زياتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.