Language

جلال اباد (پژواک ١٨ غويى ٩٢): د سيمه ييزو ارګانونو پلاوي د ولسمشر کرزي په استازيتوب د ګوشتې په پېښه کې د وژل شوي سرتېري فاتحه وکړه او د ډاډګېرنې مراتب يې وړاندې کړل.

د محمدقاسم په نوم د سرحدي پوليسو دغه سرتېري تېره اونۍ د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د يوې نښتې پر مهال وژل شوى و.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر حاجي عبدالخالق فراهي په مشرۍ يو پلاوى جلال اباد ته راغلى، د ننګرهار والي او خلکو ته يې د شهيد محمدقاسم فاتحه وکړه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر او نور چارواکي، د ولايتي شورا او سولې شورا غړو، د ګوشتې، کامې او کوز کونړ ولسواليو خلکو  او قومي مشرانو ګډون کړى و.

فراهي د ګوشتې د وروستۍ پېښې له امله د ننګرهار د والي پر وخت د ټولو ډيپلوماتيکو هڅو ترڅنګ له شوې مېړانې څخه مننه وکړه، چې سرحدي پوليسو ته يې په امر کولو سره جوړه شوې دروازه ويجاړه او له سرحدي پولو څخه يې په کلکه دفاع وکړه.

هغه  خلکو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت به د دوى له همکاريو او اتلوليو تل قدرداني کوي او تر شا به يې ولاړ وي.

د ځايي خلکو په استازيتوب د سولې شورا رييس ملک نظير، د ولايتي شورا وکيل عبدالبصير ګلاب، عبدالکريم خان او ملک عبدالرزاق خبرې وکړې، له ولسمشر څخه يې مننه وکړه، چې په لارښوونه يې د کورنيو چارو وزير، د ننګرهار والي او اوس يې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسولين ورغلل، دوى د راغلو مشرانو له غمرازۍ مننه وکړه.

د محمدقاسم په نوم د کوز کونړ ولسوالۍ د سرکنډ لېسې د نومولو او يوشمېر پروژو په يادولو سره يې وړانديز وکړ، چې ولسمشر دې د دوى سيمو ته وزيران ور ولېږي او ستونزې دې ورته حل کړي.

سلاکار وزير او د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي هم د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رييس، معين او راغلو ټولو مسولينو مننه وکړه، چې د دوى خواخوږي يې وکړه او ننګرهار ته يې په سفر کولو سره د دوى پر زخمونو ملهم کېښودل.

د ننګرهار والي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته ډاډ ورکړ، چې د ولسونو په ملاتړ او د امنيتي ځواکونو په قوي مورال سره به بيا هم هيچا ته د افغانستان د خاورې لاندې کولو اجازه ورنه کړي .

Related Topics