غزني (پژواک ۱۸ غويى ۹۲): د غزني او بلخ ولايتونو د چارواکو په ګډون د مرکز او ولسواليو د قومي مشرانو او ديني علماوو له خوا د غونډو په ترڅ کې پر افغانستان د پاکستان تېرى وغندل شو.
د غزني والي موسى خان اکبر زاده وايي، هغوى ته چې موږ کلتور او دين ورښودلى، اوس زموږ پر خلاف جګړه کوي.
د والي په وينا، هر څوک چې افغانستان ته په کمه سترګه وګوري، موږ به يې ځواب ورکړو.
والي وويل، پاکستان که د افغانانو تاريخ لوستى وي، نو بايد درس ترې واخلي، کنه داسې درس به ورکړي، لکه نورو تېري کوونکو ته يې چې ورکړى و.
وروسته د غونډې پر مهال د والي له لوري له خلکو وغوښتل شول، چې د پاکستان پر خلاف شعارونه ورکړي او پر ګوشته شوى بريد وغندي.
د غونډې يو بل ګډونوال او ديني عالم شيخ حيدر وايي، چې پاکستان دې د افغانستان پنځه زره کلن تاريخ ولولي او عبرت دې ترې واخلي.
نوموړي زياته کړه، هيڅ يرغلګر ته به اجازه ور نه کړي، چې افغانستان ته په بده سترګه وګوري.
د غونډې نورو برخه والو، قومي مخورو او ديني عالمانو د پاکستان بريدونه پر افغانستان تېرى وباله او په دفاعي جګړه کې يې د افغان ځواکونو د قربانيو ستاينه وکړه.
د يوه بل خبر له مخې، نن د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې هم لسګونه کسانو په يوه لوبغالي کې د پاکستان پر ضد احتجاجي غونډه وکړه او د دغه هېواد تېرى يې وغانده.
دغه احتجاجي غونډه د شمال د خلکو د عنعنوي اصلاحي جرګې له خوا جوړه شوې وه.
د دې جرګې يوه غړي سالارزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د مزارشريف ښار او بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې ګډونوالو له خپلو ملي ځواکونو او د ډيورنډ کرښې په اړه د ولسمشر حامد کرزي د وروستيو څرګندونو کلک ملاتړ اعلان کړ.