Language

جلال اباد (پژواک ١٨ غويى ٩٢):  وسله والو طالبانو په کونړ ولايت کې د کوکنارو پر ضد کمپاين پيل کړى او لسګونه جريبه ځمکه يې له دغه بوټي پاکه کړې ده.

د کونړ د چپې درې امنيه قوماندان نجيب الله د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادې ولسوالۍ په هغو غرنيو سيمو کې چې د دوى واک په کې نشته، وسله والو ډلو په خپله د کوکنار اړولو کمپاين پيل کړى دى.

دى وايي، چې د وسله والو طالبانو له ياد حرکت څخه خوښ دي او هغوى د چپې درې په چمبړک او اورې سيمو کې تر پنځوس جريبه زيات کوکنار اړولي دي.

د سيمې يو ځايي طالب قوماندان، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې دوى په سيمه کې د کوکنارو د کښت مخنيوى پخوا هم کړى او بيا به يې هم کوي.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته د وسله والو له دغه کاره بې خبري وښوده.

د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې  هم ځايي مسوولينو ٦٠ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

د  لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې د لغمان په دوو ولسواليو  اليشنګ او دولت شاه کې د افغان ملي پوليسو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې چې مشري يې د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد کوله څه د پاسه ٦٠ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې وه.

د ځواک په خبره، چې عمليات بې له کومې نښتې پاى ته ورسېدل او چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

Related Topics