غزني(پژواک ۱۸ غويى ۹۲): په غزني کې د ناامنۍ له امله تړل شوي څلور ښوونځي د قومي مشرانو او پوهنې رياست په هڅو له نهو کلونو وروسته نن بېرته فعال شول.
د غزني د پوهنې رياست تدريسې مرستيال مولوي ظهور احمد د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرانيستل شوي ښوونځي يو په مرکز او درې په ولسواليو کې دي.
نوموړى وايي، د مقر د نجونو لېسه، په خواجه عمري کې د نجونو، په رشيدانو کې د هلکانو لومړني او په مرکز اسفنده کلي کې د نجونو منځنى ښوونځى شامل دي.
د پوهنې د مرستيال په خبره، پخوا په يادو ښوونځيو کې سلګونو زده کوونکو زده کړه کوله، خو له تېرو نهو کلونو راهيسې ترې بې برخې وو.
د ده په خبره، دغه ښوونځي د وسله والو له لوري نه و تړل شوي، بلکې په يادو سيمو کې د ناامنۍ او جګړو له وېرې تړلي وو، چې اوس په سيمه کې د امنيت رامنځته کېدو له امله بېرته فعال شول.
د اسفندې کلي اوسېدونکي د نجونو د ښوونځي د بېرته فعالېدو هرکلى کوي خو زياتوي، چې اوس هم په سيمه کې د ناامنۍ او جګړې خطر شته او کېداى شې له امله يې نوي پرانيستل شوي ښوونځي ته بيا ستونزې جوړې شي.
د اسفندې کلي اوسېدونکى جمشيد وايي، چې که د جګړې خطر کم شي نوي پرانيستل شوي ښوونځي ته به له زده کړو پاتې سلګونه نجونې بېرته ورشي.
د رشيدانو اوسېدونکي هم په خپله سيمه کې د نورو تړل شوو ښوونځيو د پرانيستل کېدو غوښتنه کوي او وايي، چې د زده کړو لپاره دې نورې اسانتياوې هم ورته برابرې شي.
د رشيدانو اوسېدونکى محمدشريف وايي، د فعال شوي ښوونځي لپاره د مسلکي ښوونکو، درسي توکو او کتابونو د کمښت اړتيا ته دې بېړنۍ پاملرنه وشي.
غزني ٦٥٠ ښوونځي لري، چې ٣٠ يې د ناامنۍ او جګړو له کبله تړل شوي دي.